Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبانو خوست کې د بهرنيو او افغان ځواکونو پر ګډې اډې راکيټي بریدونه کړي دي

admin by admin
2021/03/31

د خوست امنيه  قوماندان پاسوال محمد داود آمين له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې طالبانو پرون مازديګر د خوست ښار په جنوب ختيځه څنډه کې د چمپین په نوم پر نظامي اډې چې په زاړه هوايي ډګر هم مشهوره ده، توغندوییز بریدونه کړي دي.

آمین وایي، پر یادې اډې دوه توغندي توغول شوي، چې یو یې د لنډي په نوم کلي کې پر يوه کور لګېدلی او دويم بیا په يوه پټي کې لګېدلی دی.

هغه وایي چې یاد بریدونه ځاني زيان نه لري، خو يو کور يې تخريب کړی دی.

په ورته وخت کې، په ياده نظامي اډه کې مېشت د KPF يا د خوست ساتندويه ځواکونه دغه بریدونه تاییدوي او وایي چې توغندي له اډې بهر لګېدلي دي.

طالبانو بيا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې‌ چې پر ياده اډه یې ګڼ شمېر توغندي‌ ويشتلي او مرګ ژوبل هم لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د دې بریدونه هدف د ضربتیانو مرکز وه، خو سرچينې بیا وایي چې په دې مرکز کې امریکایي ځواکونه شتون لري.

د طالبانو يوې سرچينې بیا شمشادنیوز ته ویلي چې دا بريدونه یې د خوست د صبريو پېښې ته په غبرګون کې کړې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist