Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبانو بریدونه د سیاسي حل هڅې شنډوي

admin by admin
2021/07/19

افغانستان کې د امریکا سفارت په ګډون د ۱۷ هېوادونو سیاسي استازوالیو په ګډې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو روان بریدونه د سولې خبرو او د سیاسي حل له ادعا سره په ټکر کې دي.

د امریکا په ګډون کابل کې د ۱۷ هېوادونو سیاسي استازولیو د یوې ګډې اعلامیې په خپره ولو طالبانو ته دا ښودلې چې ګنې دوی د افغانستان د سولې او ثبات په  تړاو واحد دریځ لري

خبرپاڼه کې پر طالبانو  غږ شوی دی،چې روان بریدونه د خبرو له لارې سیاسي حل لارې ته د رسیدو هڅې شنډ وي، ملکي وګړي ترې زیان ویني، هغوی بې ځایه کوي،نو باید زر تر زره تاوتریخوالی بند شي.

د خبرپاڼه یوه برخه:« د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې د استرالیا، کاناډا، ډنمارک، چک جمهوریت،د اروپايي ټولنې استازي،فنلډ، فرانسې، جرمني،ایټالیا، جاپان، کوریا، هالنډ، د ناټو ملکي استازوالۍ،اسپانیا، سویډن،بریتانیا او متحده ایالاتو ډيپلوماتیکي نمایندګۍ، د طالبانو د روانو بریدونو چې د خبرو له لارې یو سیاسي حل لارې ته د رسېدو هڅې شنډوي، ملکي خلک زیانمنوي او بېځایه کوي،د چټک بندېدو غوښتونکي دي.»

یادو بهرنیو هېوادونو په افغانستان کې هدفي بریدونه، د زېربناو ویجاړول او د افغانانو د تیرو دوو لسیزو  لاسته راوړنو پر وړاندې ګواښونه غندلي دي.

په دغه ګډه خبرپاڼه کې راغلي،چې طالبان باید په لوی اختر کې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې په اړه نړیوالو ته خپله ژمنتیا وښيي.

د ګډې خبرپاڼې یوه برخه:« موږ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرستندویه ماموریت سره یو ځای له طالبانو او نورو اړخونو څخه غواړو،چې ډېر ژر روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.له یو دایمي او هر اړخېزه اوربند سره هوکړه وکړي.»

په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او یو شمېر سیمې یې نیولې دي، د دغې ډلې مشر ملا هبت الله اخند ټېنګار کړی، چې هغوی د شخړې د سیاسي حل پلوي دي.

اخوا د ملي روغې جوړې عالي شورا بیا د دغې ګدې خبرپاڼې هرکلی کړی او پر طالبانو یې د نیوکې په ډول ویلي، دا فکر چې روانه ستونزه د تاوتریخوالي په زیاتولو، وژنو پای ته رسیدای شي، یوه نه جبرانېدونکې تېروتنه ده.

د ملي روغې جوړې عالي شورا د خبرپاڼې یوه برخه:« د افغانستان  دوست او متحدو هېوادونو له روښانه دریځ هرکلی کوو، افغان دولت په پرلپسې ډول د جګړې د پای، اوربند او یو عادلانه او تل پاتې سیاسي حل لپاره هڅې کړي. دا فکر چې روانه ستونزه د تاوتریخوالي په زیاتولو، وژنې او وینې بهولو سره کولی شو، پای ته ورسو،هغه نه جبرانېدونکی اټکل دی. تاوتریخوالی تاوتریخوالی زیږوي، د  افغانستان خلک هېڅ ډول زور زیاتي ته نه تسلیم کېږي، نو غوره دا ده،چې طالبان روان وضعیت ته په کتو ګټورو خبرو اترو ته کیني او له دې زیات د افغانستان خلکو د کړاو سبب نه شي.»

دا په داسې حال کې ده،چې پرون شپه په دوحه کې د افغان سولې په اړه دوه ورځنۍ بین الافغاني غونډه پای ته ورسېده.

دواړو غاړو په ګډه خبرپاڼه کې د سولې خبرو پر ګړندي کولو ټېنګار کړی او په ټول افغانستان کې د ملکي زيربناو خوندي ساتلو، د ملکي تلفاتو مخنيوي او د بشري مرستو په اړه له يوه بل سره د همکارۍ ژمنه کړې ده. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري
افغانستان

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist