Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان؛ له بین الافغاني خبرو وړاندې اوربند ناشونی دی

admin by admin
2020/04/22

د عامو افغانانو او دیني علماوو تر څنګ ناټو او افغان حکومت هم له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې خو طالبان دغه غوښتنې غیر منطقي ګڼي.

په بیلابېلو ولایتونو کې د جګړو دوام له کرونا ویروس سره مبارزه اغېزمنه کړې او په ډېرو سیمو کې ناشونې ده.

په تېره یوه اوونۍ کې په بیلابیلو ولایتونو کې لږ تر لږه د پنځوسو امنیتي او دفاعي ځواکونو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي چې وروستی هغه یې په لوګر کې د مېسو عینکو کان د اته امنیتي ځواکونو وژل او په سرپل ولایت کې د ۱۹ سیمه ییزو پولیسو وژل کېدل دي.

د دې تر څنګ طالبانو او ملکي وګړو ته هم د مرګ ژوبلې راپورنه ورکړل شويدي.

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان سکایټ مېلر پي بي ایس امریکايي ټلویزیون ته ویلي چې د جګړو دوام د دې وژنکي ویروس په وړاندې مبارزه غیر ممکنه کړې ده.

جنرال سکاټ مېلر داسې ویلي (( کویډ۱۹ وایروس په ټوله نړۍ منفي اغیز اچولی، په ایتلافي او افغان ځواکونو به هم اغیز واچوي.ټول تمرکز باید د دې ویروس د خپریدو په مخنیوي ووسي، چې په عادي حالت کې هم خورا ستونزمن دی. خو د جګړې او تاوتریخوالي په موجودیت کې غیر ممکن دی.))

افغان حکومت هم څو ځلې له طالبانو غوښتي چې د جګړو په ځای اوربند او د جګړو په شدت کې کموالی راولي.

خو طالبان وايي، دوی په خپلو سیمو کې د کرونا ویرس د خطر په صورت کې مرستې ته چمتو دي، خو د جګړو دوام ته خپله امریکایانو او حکومت زمینه برابره کړې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد داسې وویل (( موږ تر خپل حاکمیت لاندې سیمو کې د کرونا پر وړاندې بشپړ چمتووالی او تدابیر لرو. که کومې سیمې ته روغتیاپالان او مرستندویه ټيمونه راځي موږ یې امنیت نیسو او د تګ اجازه ورته ورکوو او دا موضوع اوربند پورې تړاو نه لري. جګړې ته زموږ مقابل جهت چې د تړون شریک امریکا ده او د افغانستان حکومت دی زمینه برابره کړې او دسولې پر وړاندې یې خنډونه ایجاد کړي او هوکړې ته ژمن نه دي پاته شوي نو موږ مجبور یو چې جګړې ته لاړ شو او په جګړې تمرکز وکړو. مخکې له دې نه چې موږ بین الافغاني خبرو ته لاړ شو د جګړې درول او د اوربند غوښتنې منطقي نه دي.)) 

عام افغانان چې اوس په بدحالت کې واقع دي، د جګړو ختم او د مرستې غوښتنه کوي.

په ولسي جرګه کې هم غوښتنه وشوه چې د روژې مبارکې میاشتې په درناوي او کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر باید اوربند وشي.

د امریکا او طالبانو تر منځ کابو څلوښت ورځې وړاندې هوکړه وشوه خو د تمې خلاف جګړو دوام پیدا کړ.

طالبان وايي، تر هغې به جګړې ته دوام ورکړي چې په بین الافغاني ناسته کې پر اوربند توافق ونشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist