ایران ته د طالب پلاوي یو شمېر غړو په تهران کې مطبوعاتي کنفرانس کې رسنیو ته ویلي افغان حکومت د دوی پر ضد جګړې ته شدت ورکړی، شپني عملیات یې پیل کړي او زیاتې سیمې یې ترې نیولي دي.
د دې ډلې غړي سهیل شاهین ویلي، امریکا سره د هوکړې له مخې به اوسنی حکومت له منځه ځي او یو بل ټول شموله اسلامي حکومت به جوړیږي.
دوی همدا راز د امریکايي سرتیرو په اړه ویلي، که بهرني ځواکونه له افغانستانه و نه وځي پر وړاندې به یې بیا جګړه پیل کړي.
شاهین د امریکا پر نوې ادارې هم غږ کړی، چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي، او په وینا یې چې دا تړون یوازې له پخواني ولسمشر ټرمپ سره نه، بلکې د امریکا له دولت سره لاسلیک شوی دی.











