Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/29

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په صنعتي ساحو کې صنعتکارانو ته د ځمکې د ملکیت سندونه وېشل پيل شول.

د یاد وزارت چارواکي وایي، د ۱۳۰۰ شرکتونو له لوري د ځمکې غوښتنې وړاندیزونه ورته سپارل شوي چې له دې ډلې ۱۰۰ غوښتنلیکونه د حکومت له لوري منظور شوي او د ۹۱ هغو په طی مراحل کېدو سره په ۸ ولايتونو کې شرکتونو ته د ۵۰۰ جرېبه ځمکې سندونه ورکړل شول.

دوی له صنعتکارانو غواړي چې په دې ځمکو کې تر ډېره د خامو موادو د تولید لپاره زمینه برابره کړي، ترڅو له بهرنیو هېوادونو د يادو موادو واردولو ته اړتیا پیدا نه شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي: « زه ټولو دوستانو ته یوه خبره کوم، هر صنتعکار فرد باید صادرات ولري، دویمه خبره دا ده چې خام مواد باید له داخل تهیه کړي؛ تر کومه به موږ تیاره مړۍ راوړو، ماشین ته به یې اچوو؟ د مثال په توګه، موږ وچې شیدې راوړو او آیس کریم تولیدوو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ چارو معین احمدالله ذاهد وايي: « په دې کې د ۹۲ دوسیو منظوري د عالیقدر مقام له خوا راغلې او نن به عملا ً ځمکې ورته ووېشل شي. دا ځکې ټولټال ۶۵۰ جریبه کېږي.»

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې باور دی چې د يادو کارخونو د جوړولو چارو له پیل سره به ډېرو هېوادوالو ته د کار او پر ځان بسیاینې سربېره، د صادراتو او کورني بازار پیاوړتیا ته هم زمینه برابره شي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د صنعت وده د ټولنیز ثبات او د بېروزګارۍ کچې کمولو لپاره هم اغېزناکه وبلله.

برادر په دې اړه وايي: « تل مو یادونه کړې چې اسلامي امارت تاسو او د هېواد په صنعتي سکټور کې نورو خلکو ته ژمنه درکوي چې د قیمت، کیفیت او کمیت د تأمین په صورت کې به پر بهرنیو مشابه اموالو د خوکفايي په اندازه، تعرفه لوړېږي. زه له هغو ټولو افغان پانګوالو او صنعتکارانو چې د هېواد په داخل کې یا هم بهر مېشت دي، غوښتنه کوم چې خپل صنعت، تجربه او پانګه افغانستان ته را انتقال کړي.»

ځيني نور چارواکي وایي، له غصب د دولتي ځمکو خلاصولو لپاره یې چټک اقدامات کړي او په خبره یې هڅه کوي چې يادې ځمکې له غاصبینو په راګرځولو سره د صنعتکارانو په واک کې ورکړي.

د دوی په خبره، د سرپرست حکومت اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې اړتیا ده چې خلک د پرمختګ فکر په لرلو سره د ځان بسیاینې لپاره لازمې هڅې وکړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطالله عمري وايي: « دا انسان دی چې ځان رزق او روزي ته رسوي، همدا انسان دی چې ځان خودکفايي ته رسوي او دغه راز همدا انسان دی چې ځان تیارو ته رسوي. د پرمختګ او ترقۍ په فکر کې ژوند کول او ګام پورته کول هم پرمختګ دی.»

د کابل والي امین الله عبید وايي: « اسلامي امارت د کابل پر کچه ۵۷ زره جریبه ځمکه چې له غاصبینو او زورواکو خلاصه کړې، د کابل ولایت د رهبرۍ تر چتر لاندې د اسلامي امارت مختلفو ادارو ته سپارلې دي. نن همدا ځمکې دا دی تاسو ته سپارل کېږي.»

د خصوصي سکټور استازي بيا د سرپرست حکومت له لوري د ځمکو سندونو د وېشلو له امله خوښ دي او وایي، د اسلامي امارت له واک ته رسېدو راهیسې یې ۸ اساسي غوښتنو ته په مکمل ډول رسېدنه شوې، خو ځينې وړانديزونه هم لري.

د کانونو او صنایعو خونې رئیس شېرباز کمین زاده وايي: « بل وړاندیز مې دا دی چې یوازې په کابل کې ۸۰۰  کارخونې په کرايي ځایونو کې فعالیت لري. زه له وزارت او ټولو چارواکو هیله لرم دا ځمکې لومړی هغو کسانو ته ووېشي چې په کرايي ځایونو کې فعالیت لري. دویمه خبره زموږ مهاجرین دي. زه پرون ورځ په دې ډېر خوښ شوم چې دوی ته یې تقدیر نامه ورکړه. همدا اوس زموږ ډېرې کارخونې له کراچۍ او د پاکستان له نورو ښارونو را روانې دي او باید د ځمکو په وېش کې لومړیتوب ورکړل شي.»

د تازه ورکړل شویو ځمکو د یو جریب بيه ۳۰۰ زره افغانۍ ټاکل شوې چې په ۷ قسطونو کې به حکومت ته ورکول کېږي.

 دغه ځمکې د هرات صنعتي پارک په څلورم فاز، د کندهار په شور اندام، د میدان وردګو کوتل تخت، د پروان په باریک آب، د لوګر په محمداغې، د خوست په سماوار باغ، د ننګرهار په شېخ مصري او د هلمند په دوراهي سیمو کې شرکتونو ته ورکول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist