Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
صبرینا سنګ: له داعش سره مبارزه کې اسلامي امارت د امریکا همکار نه دی

ARLINGTON, VIRGINIA - JANUARY 26: Pentagon Deputy Spokesperson Sabrina Singh holds a press briefing at the Pentagon on January 26, 2023 in Arlington, Virginia. Singh spoke on the planned delivery of 31 U.S. Abrams battle tanks to Ukraine to aid in their war against Russia. (Photo by Kevin Dietsch/Getty Images)

صبرینا سنګ: له داعش سره مبارزه کې اسلامي امارت د امریکا همکار نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/24

د امریکا د فاع وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د داعش د ماتولو لپاره د خپلو متحدینو همکارۍ ته لومړیتوب ورکوي.

د دغه  وزارت یوې ویاندې صبرینا سنګ د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي، له  داعش سره د مبارزې په برخه کې اسلامي امارت د دوی د ایتلاف برخه نه دی.

 هغې زیاته کړې: « امریکا د داعش د ماتولو لپاره نړیوال ایتلاف لري،خو طالبان د دې ایتلاف برخه نه دي. امریکا له خپلو همفکره متحدینو سره پر ګډه د داعش د ځپلو لپاره همکاري کوي.»

له دې سره، د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد شمشاد ته وايي، داعش ډله په افغانستان کې په کافي اندازه ځپل شوې او سر پورته کېدو ته یې نه پرېږدي.

د هغه په خبره، هېڅ وسلوالې ډلې ته اجازه نه ور کول کېږي، چې د افغانستان امنیت وننګوي او یا دا خاوره د بل هېواد پرضد وکاروي.

مجاهد زیاتوي: « کله چې اسلامي امارت حاکم شو، داعش ورک دی. که چېرې یې موږ پيدا کړو، پر وړاندې یې سملاسي غبرګون ښیو. موږ هر وخت د دغې ډلې پر وړاندې مبارزه کړې او د فعالیت مخه مو ورنیولې. داعش باید اوس ګواښ ونه ګڼل شي؛ ځکه چې خلک ويني، هغوی بریدونه  نه شي کولی. داعش اوس په افغانستان کې فزیکي حضور او امکانات نه لري، نو ځکه وایو، چې دغه ډله له دې ځایه چا ته ګواښ نه دی او دا ډول ادعاوې بې ځایه دي.»

بلخوا د سیاسي چارو کارپوهان وايي، نړیوال پردې پوهېږي، چې داعش په افغانستان کې مرکزونه نه لري.

د دوی په خبره، نړۍ په سیمه کې د خپلو اهدافو د تعقیب په موخه داعش ته د افغانستان په ګاوند پاکستان کې مرکزونه جوړوي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « دا یوه ښکاره خبره ده،چې داعش په افغانستان کې نه شته. دا خبره یوازې طالبان نه کوي بلکې نړۍ، امریکا او روسیه هم همدا وايي. اصلي خبره دا ده، چې غربي نړۍ پاکستان ته دنده ورکړې، چې داعش جوړ کړي او روزنه ورکړي ترڅو کرار کرار منځنۍ آسیا ته ولېږدول شي.»

تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف علي دوراني څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي وو، چې د داعش پټنځایونه د ډیورنډ فرضي کرښې ها غاړه موجود دي او په دغه سیمه کې د داعش پر وړاندې مبارزه د سیمې امنیت او ثبات تضمینولی شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist