Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
صادق خان د همغږۍ ګډې کمېټې په ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی

صادق خان د همغږۍ ګډې کمېټې په ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/17

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی چې د دې هېواد د لومړي وزیر ځانګړی مرستیال هم دی، د یوه لوړپوړي پلاوي پر مشرۍ په یو ورځني رسمي سفر کابل ته راغلی.

محمد‌صادق خان پر خپله اېکس پاڼه کې د دې سفر اصلي موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ ګډې کمېټې په اوومه ناسته کې ګډون بللی.

هغه کابل ته د سفر په اړه ویلي: « د لومړي وزیر ځانګړی مرستیال او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی د یوه پلاوي پر مشرۍ د همغږۍ ګډې کمېټې په ناسته کې د ګډون په موخه کابل ته راغلی. د همغږۍ ګډې کمېټې ناسته له اوږده ځنډ وروسته ترسره کېږي.»

ټاکل شوې په دې ناسته کې د اسلامي امارت له خوا مشري د دفاع وزارت مرستیال عبدالقیوم ذاکر پر غاړه ولري چې لومړی په کابل او تر هغې وروسته به په اسلام‌اباد کې ترسره شي.

د اسلامي امارت ویاند مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د همغږۍ ګډې کمېټې د غونډې اصلي موخه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د افغانستان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د احتمالي شخړو پر هواري غږېدل او د دواړه خواوو ولسونو ته د اسانتیاوو رامنځته کول یاد شوي.

فطرت زیاته کړې:« نن په کابل کې د همغږۍ د ګډې کمیټې (جې.سي.سي) په نامه د افغانستان او پاکستان ترمنځ مشترکه غونډه کیږي. د پاکستاني پلاوي مشري به د هغه هېواد ځانګړی استازی ښاغلی محمد صاق خان او د افغانستان لوري مشري د دفاع وزارت مرستیال ښاغلی ملا عبدالقیوم ذاکر کوي. دا د جې.سي.سي اوومه غونډه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوځل په اسلام آباد او یوځل په کابل کې ترسره کیږي. په دې کې به د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو د هواري او د دواړو لوریو ولسونو ته د تسهیلاتو په رامنځته کېدو خبرې کیږي.» 

د پاکستان او افغانستان د مسایلو شنونکي وايي، په دې غونډه کې ښايي اسلام‌ اباد یو ځل بیا له کابل سره د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.‌ټي.‌پي) په تړاو اندېښنې شریکې کړي او ترڅنګ به یې د مارچ په لومړیو کې په تورخم کې د تاسیساتو د جوړولو پر سر د شوې شخړې پر سر هم بحث وشي.

دوی زیاتوي، د کډوالو ایستلو موضوع چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د غیرعادي کېدو لوی لامل ګڼل کېږي، بله هغه اړینه موضوع ده چې ښايي دواړه خواوې به پرې بحث وکړي.

آزاد خبریال طاهر خان وايي: « باید دا مخکې شوې وای، خو کله نا کله اړیکو کې مشکل وي، نو بیا دغه شان ناستې هم وخت اخلي. په هر حال، سره له دې چې دا وخت هم په تعلقاتو کې څه ستونزې شته چې په دې کې د پاکستاني طالبانو موضوع او د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د تازه پرېکړې موضوع په تړاو په اړیکو کې ستونزې پیدا شوې دي. زما په اند، دا ناسته باید وړاندې شوې وی، خو په اوسنیو شرایطو کې د دې ناسته جوړېدل مهم دي او باید پایلو ته یې په تمه شوو.»       

د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د همغږۍ ګډې کمېټي(جې.سي.سي) غونډه داسې مهال په کابل کې ترسره کېږي چې د دواړو خواوو ترمنځ د ورته وروستۍ غونډې څه باندې یو کال تېرېږي.

د دواړه هېوادونو ترمنځ وروستۍ ناسته د تېر ۲۰۲۴زېږدیز کال په جنورۍ کې ترسره شوې وه چې په کې د اوږده ځنډ اصلي لامل د اړیکو ترینګلتیا یاده شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist