Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شکېب: افغانستان دا نه مني چې د پاکستان نا امني پر افغانستان د برید لپاره بهانه وګرځول شي

شکېب: افغانستان دا نه مني چې د پاکستان نا امني پر افغانستان د برید لپاره بهانه وګرځول شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/02

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانو ترینګلو اړیکو پر مهال، اسلام اباد تل هڅه کړې چې نړۍ ته وښيي چې د پاکستان کورنیو ناامنیو اساسي ریښه له افغانستان څخه سرچینه اخلي.

خو اسلامي امارت په مکرره توګه د یاد هېواد دغه اندېښنې رد کړې دي او ډاډ یې ورکړی چې هېچاته اجازه نه ورکول کېږي چې افغان خاوره د کوم هېواد پر وړاندې وکاروي .

د پاکستان دې اندېښنو ته په پام، اسلام اباد کې افغان سفیر د کابل او اسلام اباد ترمنځ سیاسي امنیتي او اقتصادي تحولات په مستقیم ډول پر دواړو لوریو اغېزمن بللي.

نوموړي ویلي، افغانستان نه غواړي چې خاوره یې د پاکستان پر ضد وکارول شي. خو په ورته وخت کې افغانستان دا هم نه شي منلی چې د پاکستان امنیتي اندېښنې دې په افغان خاوره کې د پوځي اقدام لپاره د توجیه په توګه وکارول شي.

سردار احمد شکېب زیاته کړې: « افغانستان نه غواړي خاوره یې د پاکستان پر ضد وکارول شي. په ورته وخت کې، افغانستان دا هم نه شي منلی چې د پاکستان امنیتي اندېښنې دې په افغان خاوره کې د پوځي اقدام لپاره د توجیه په توګه وکارول شي. که له افغانستان څخه د مشخصو اندېښنو په تړاو د همکارۍ تمه کېږي، افغانستان هم غواړي د خپلو امنیتي اندېښنو په اړه له پاکستان سره په مستقیم ډول تعامل وکړي.»

سردار احمد شکېب له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان په اړه له پخوانیو برداشتونو تېر شي او د دې هېواد اوسنی وضعیت د اوسنیو واقعیتونو له مخې و ارزوي.

اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ویلي: « د افغانستان اړیکې له یوه هېواد سره باید د بل هېواد په ضد د دریځ په توګه تعبیر نه شي. یو خپلواک هېواد کولی شي له ګڼو هېوادونو سره اړیکې ولري، حتا له هغو هېوادونو سره چې له یو بل سره ښې اړیکې نه لري؛ له یوه هېواد سره اړیکه باید د بل هېواد پر وړاندې د دښمنۍ یا خصومت په مانا، ونه ګڼل شي.»

غوښتنه دا ده چې دواړه کابل او اسلام اباد باید د ګاونډیتوب له اصولو سره سم خپلمنځي اړیکې وپالي او ستونزې د ډیالوګ له لارې حل کړي.

د سیاسي چارو شنونکی، ډاکټر معین ګل څکمنی وايي: « دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو لپاره ښه زېری وي چې افغانستان او پاکستان په خپل منځ کې سره بحث وکړي او یوې نتیجې ته ورسېږي. هیله ده پاکستاني لوری هم دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي او دا لړۍ د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو له خوا پيل شي.»

افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکېچ هواري لپاره د سیمې او ګاونډ هېوادونو هڅې وکړي، خو لا هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ د باور فضا نه ده رامنځته شوې او په نړیواله کچه غوښتنه کيږي چې دواړه لوري باید د ډیالوګ له لارې خپلې ستونزې حل کړي، کوم چې کابل تل په دې برخه کې تر وروستي حده هلې ځلې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

مجاهد: افغانستان له امریکا سره ډېپلوماټیکواو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري
افغانستان

مجاهد: افغانستان له امریکا سره ډېپلوماټیکواو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري

سپتمبر 3, 2026
د هرات خلکو شکایت: د تېلو بیو لوړېدو له امله، ولایتونو ته د تګ راتګ کرایې هم لوړې شوې
افغانستان

د هرات خلکو شکایت: د تېلو بیو لوړېدو له امله، ولایتونو ته د تګ راتګ کرایې هم لوړې شوې

سپتمبر 2, 2026
د جمعه خان فاتح له خوا د یوې سنګسار شوې مور زوی د عدالت غوښتنه کوي
افغانستان

د جمعه خان فاتح له خوا د یوې سنګسار شوې مور زوی د عدالت غوښتنه کوي

سپتمبر 2, 2026
انټونیو ګوټرېش او امام علي رحمان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې
افغانستان

انټونیو ګوټرېش او امام علي رحمان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

سپتمبر 2, 2026
د امریکا یوې محکمې په زور د رحمان الله لکڼوال د اعتصاب ماتولو امر کړی
افغانستان

د امریکا یوې محکمې په زور د رحمان الله لکڼوال د اعتصاب ماتولو امر کړی

سپتمبر 2, 2026
یوري اوشاکوف: افغانستان به شانګهای پلس غونډې ته وبلل شي
افغانستان

یوري اوشاکوف: افغانستان به شانګهای پلس غونډې ته وبلل شي

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
مجاهد: افغانستان له امریکا سره ډېپلوماټیکواو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري

مجاهد: افغانستان له امریکا سره ډېپلوماټیکواو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري

سپتمبر 3, 2026
د هرات خلکو شکایت: د تېلو بیو لوړېدو له امله، ولایتونو ته د تګ راتګ کرایې هم لوړې شوې

د هرات خلکو شکایت: د تېلو بیو لوړېدو له امله، ولایتونو ته د تګ راتګ کرایې هم لوړې شوې

سپتمبر 2, 2026
د جمعه خان فاتح له خوا د یوې سنګسار شوې مور زوی د عدالت غوښتنه کوي

د جمعه خان فاتح له خوا د یوې سنګسار شوې مور زوی د عدالت غوښتنه کوي

سپتمبر 2, 2026
انټونیو ګوټرېش او امام علي رحمان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

انټونیو ګوټرېش او امام علي رحمان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

سپتمبر 2, 2026
شکېب: افغانستان دا نه مني چې د پاکستان نا امني پر افغانستان د برید لپاره بهانه وګرځول شي

شکېب: افغانستان دا نه مني چې د پاکستان نا امني پر افغانستان د برید لپاره بهانه وګرځول شي

سپتمبر 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist