Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شویګو: شانګهای همکاریو سازمان کې د ناظر څوکۍ اسلامي امارت ته سپارو

شویګو: شانګهای همکاریو سازمان کې د ناظر څوکۍ اسلامي امارت ته سپارو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/27

واک ته د اسلامي امارت  بیا ځلې رسېدو  وروسته د لومړي ځل لپاره یوه لوړپوړي روسي پلاوي چې مشري يې د دې هېواد د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو کوي، د دوشنبې په ورځ (د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ ۵ مه) کابل ته راغلی.

ټاس خبري آژانس د شویګو له خولې لیکلي، روسیه له افغانستان سره د مثبتو اړېکو او په دغه هېواد کې د سیاسي ثبات ترڅنګ په پښو ولاړ او خپلواک نظام کلک ملاتړ کوي.

شویګو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او اقتصادي مرستیال ملا غني برادر سره په جلا کتنو کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې.

د ارګ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د روسیې فدراسیون غواړي افغانستان په شانګهای همکاریو سازمان کې د ناظر غړي په توګه خپله څوکۍ بېرته ترلاسه کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د دغو کتنو په اړه وايي: « روسي پلاوي په ډاګه کړه چې ډېر ژر به د افغانستان اسلامي امارت او یا د طالبانو تحریک د روسیې له تور لېست لرې کړي. دغه راز یې د افغان ټرانس پروژې ملاتړ اعلان کړ او وویل، په کانونو، کرنه او ټرانسپورټ کې روسي پانګوال پانګونې ته لېواله دي او اسلامي امارت یې باید په دولتي کچه ملاتړ وکړي. روسي پلاوي د افغانستان، سیاسي، اقتصادي او امنیتي پرمختګونه وستایل او د دواړو هېوادونو د اړیکو لا پراختیا لپاره یې ژمنتیا څرګنده کړه.»

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له روسي پلاوي سره په کتنه کې هغه ډاډ تکرار کړ چې وايي د افغانستان خاوره د چا پر ضد نه کارېږي او دا چې حکومت يې غواړي په سیمه ‌ييزو جوړښتونو کې مانادار حضور ولري.

په دې غونډه کې دواړو لورو د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې برخو کې هم د همکاریو په موخه د ګډ حکومتي کمېسیون پر جوړېدو خبره کړې او وايي، تر چتر لاندې به یې په مختلفو برخو کې نورې کمېټې هم فعالیت ولري.

روسيه د سرپرست حکومت له بيا واکمنېدو راهيسې هڅه کوي چې د اسلامي امارت له چارواکو سره ښې اړيکې وپالي او د روسیې په نوښت جوړېدنکو یو شمېر ناستو ته يې هم وربولي.

د چارو څارونکي وایي، په سیمه کې روان سیاسي او امنیتي وضعیت هم د دې سبب شوی چې روسیه د افغانستان له سرپرست حکومت سره ښې اړيکې وپالي.

په روسیه کې پخواني ډیپلوماټ غوث جانباز وايي: « روسیه په دې ترتیب غواړي مطمئنه شي چې په افغانستان کې اوسنی حاکمیت نه خپله روسیې او نه د هغې متحدینو ته هېڅ ډول تهدید نه متوجه کوي. همدارنګه په دې مسیر کې روسیې سره همکاري کوي. لکه څرنګه چې روسیې چارواکو وار په وار ویلي چې طالبان له داعش سره په مبارزه کې لاسته راوړنې لري او د پوتین په خبره د دوی متحدین دي، نو په دې ترتیب روسیه دا انتظار لري چې دغه مبارزه نوره هم دوام پيدا کړي او مؤثره شي.»

د سياسي اړيکو تر څنګ، روسيه او پانګوال يې د افغانستان په کانونو کې پانګونې او دغه راز نورو لويو پروژو باندې کار کولو ته هم ډېر لېواله ښکاري.

د کورنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي، شویګو د کورنیو چارو وزارت له سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني سره په کتنه کې ویلي، له ممنوعه ډلو د سرپرست حکومت د چارواکو د نوم لرې کولو بهیر وروستي پړاو ته رسېدلی او په خبره یې، په لنډ وخت کې به بشپړ او ورسره به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې په مختلفو برخو کې پراخې شي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اندري روډينکو هم د دې هېواد تاس خبري آژانس ته ویلي، که په قانوني ډول په افغانستان کې د سرپرست حکومت چارواکي له تور لېست وايستل شي، د کابل او مسکو تر منځ همکاري به نوره هم ورسره زیاته شي.

د پوهنتون استاد شېر حسن حسن په دې اړه وايي: « د افغانستان اوسنی حاکمیت د روسیې لپاره هغه یوازینی آدرس بلل کېږي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د روسیې له متحدینو ګڼل کېږي. ځکه روسان وايي په افغانستان کې بل داسې آدرس نه شته چې هغه دې د طالبانو په پرتله د تروریزم په مقابل کې او په ځانګړې توګه د داعش پر وړاندې مؤثر وي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د روسيې پانګوالو يو پلاوی هم کابل ته تللی و.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د هغوی سيالان لکه روسيه، چين، ايران او ان د منځنۍ آسيا ځينې هېوادونه په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره نږدې پاتې شوي دي.

روسیه یو له هغو هېوادونو ده چې له اسلامي امارت سره نسبتاً ښې اړیکې لري او نږدې ډیپلوماتیکو تماسونو ته یې هم دوام ورکړی، که څه هم د نورې نړۍ په څېر یې د اسلامي امارت سرپرست حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist