Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شویګو: افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دی

شویګو: افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/30

پر رسميت د افغانستان حکومت له پېژندنې د لنډې مودې په تېرېدو سره روسيې چارواکو ادعا کړې چې د کړو اټکلونو له مخې يې په افغانستان کې له ۲۰ زياتې ډلې له ۲۳زرو ډېر جنګيالي لري.

د دغه هېواد امنيت شورا منشي سرګي شویګو دا ادعاوې د رسياسکايا ګازيټ په نوم يوې رسنۍ ته په ليکلې مقاله کې کړې او زيات کړې يې ده چې په افغانستان کې د ياد شمېر ډلو موجوديت د سيمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی.

شویګو دا ادعا هم کړې چې له ځينو نورو سيمو افغانستان ته وسله ‌وال لېږدول کېږي او په خبره يې د دې کار تر شا د لوېديځ ځينو هېوادونو استخبارات دي.

هغه زیاته کړې:« د نړۍ له نورو سيمو افغانستان ته د وسله‌ والو د انتقال له ثبتېدو سره وضعيت خراب شوی. د دې لپاره، چې باور وشي، دليل شته او د څو لوېديځو هېوادونو استخباراتي ادارې د دې کړنو تر شا دي؛ ځکه دوی لاهم پلانونه جوړوي چې سيمه بې ثباته کړي او د روسيې، چين، او ايران په ګاونډ کې د طالبانو دوښمنه تندلارو ډلو په وسيله دوامداره ناارامي رامنځته کړي.»

شويګو وايي، افغانستان ثبات ته د رسېدو لپاره سخته لار په مخ کې لري او دا ډاډ يې هم ورکړی چې دې هدف ته د رسېدو لپاره روسيه له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده.

هغه په دې اړه وايي:« افغانستان لاهم د وضعيت ثبات لپاره ډېر سخت کار ته اړتیا لري. روسیه چمتو ده چې په دې برخه کې له طالبانو سره مرسته وکړي چې د امنیتي ادارو له لارې له کابل سره د ترهګرۍ ضد او د نشه ‌يي توکو پر ضد د همکاريو پراخول په کې شامل دي.»

اسلامي امارت تازه د نوموړي ادعاوو په اړه تر اوسه پورې غبرګون ښودلی نه دی، خو له دې وړاندې یې دا ډول ادعاوې رد کړې چې ګڼي په افغانستان کې دې وسله‌والې ډلې موجودې وي.

د سیاسي چارو شنونکي د روسيې دې لوړپوړي چارواکي څرګندونې د خپلو ګټو پر اساس ولاړې بولي او زياتوي چې موخه يې ښايي له افغانستان سره د پولو تقويه کول او پر منځنۍ اسيا د خپل رسوخ لا زياتولو ته پلمه وي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« له یوې خوا غواړي چې پر اسلامي امارت سره له دې چې دوی پر رسمیت پېژندلی، فشار هم وارد کړي او  ترڅنګ یې خپلې هغه پولې چې له افغانستان سره لري د راتلونکې لپاره هغه تقویه کړې او د منځنۍ اسیا پر هېوادونو باندې هم فشار وارد کړي ترڅو د دوی اوامرو ته او د دوی له منابعو په سمه بڼه استفاده وکړي. »

روسيه يوازېنی هېواد دی چې اسلامي امارت يې پر رسميت پېژندلی او د همدې رسميت پېژندنې په چوکاټ کې کابل او مسکو له يوه بل سره پر تعامل بوخت دي.

خو د مسکو دغه وروستی دريځ د شنونکو له لوري سخت ياد شوی او دا اټکل پېچلی بولي چې ولې له کابل سره پر نرمښت سربېره هم وخت ناوخت توند چلن کوي؟

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي
افغانستان

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنېعاملینو د نیولو غوښتنه کوي

د  خیبرپښتونخوا سیاسي ګوندونه د خپلو مخکښو غړو د وژنې عاملینو د نیولو غوښتنه کوي

جولای 12, 2026
د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist