Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شوکت میرضیایف: نړۍ باید افغانستان هېر نه کړي

شوکت میرضیایف: نړۍ باید افغانستان هېر نه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/09

د ازبېکستان ولسمشر د دې هېواد په پلازمېنه تاشکند کې د بین‌الپارلماني ټولنې په ۱۵۰مه ناسته کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پر اړتیا خبرې کړې.

شوکت میرضیایف د ګډونوالو هېوادونو استازو ته په وینا کې له دغو هېوادونو غوښتي چې افغانستان باید هېر نه کړي او پرې نږدي په نړیوال سټېج کې له انزوا سره مخ شي.

د میرضیایف په خبره، له سرپرست حکومت سره رغنده خبرې اترې کولی شي افغانستان د مرکزي آسیا پر نه بېلېدونکي برخې او ځانګړي ظرفیت لرونکي هېواد بدل کړي.

هغه په دې اړه ویلي: « موږ دغه ‌راز خپل ګاونډ افغانستان هم باید هېر نه کړو. موږ په دې باور یو چې دا ډېره اړینه ده چې په نړیوال سټېج کې له انزوا سره د دې هېواد د مخ کېدو مخنیوی وشي. هلته له اوسنیو چارواکو سره رغنده خبرې اترې وشي، ترڅو افغانستان د مرکزي آسیا د نه بېلېدونکې برخې او ځانګړي ظرفیت لرونکي هېواد په توګه راڅرګند شي او موږ په دې برخه کې د پارلمان پر ملاتړ حساب کوو.»

سرپرست حکومت د ازبېکستان ولسمشر دغه څرګندونې او مثبت دريځ ستایلی او تر بل هر وخت یې له دې هېواد سره د افغانستان اړیکې په ښه حالت کې یادې کړې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت یو ځل بیا له ګاونډ، سیمې او نړۍ سره د ښو او پراخو اړیکو غوښتنه کړې.

فطرت زیاته کړې: « د افغانستان په اړه د ازبېکستان د ولسمشر ښاغلي شوکت میرضیایف د مثبتو څرګندونو او د افغانستان په اړه د یاد هېواد د همېشه ني مثبت موقف ستاینه او هرکلی کوو. په دې وروستیو کې د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، تجارتي، ټرانزیټي او پانګونې په برخو کې تعاملات او اړیکې تر بل هر وخت پياوړې شوې دي. د افغانستان اسلامي امارت غواړي د سیمې، ګاونډیو او نړۍ له هېوادونو سره خپلې هر اړخیزه اړیکې پراخې او پیاوړې کړي.»     

د سیاسي چارو شنونکي وايي، افغانستان د آسیا زړه هېواد په توګه کولی شي د آسیا او په ځانګړي ډول منځني آسیا په سیاسي اقتصادي او ټرازیټي ثبات کې رغنده رول ولوبوي او د ګډو ګټو پر تار يې وپېیي.

د دوی په باور د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ ګډو ګټو او واحد برخلیک په اوسنیو شرایطو کې دغه هېواد له سرپرست حکومت سره تعامل او په ورته ناستو کې لابي کولو ته اړ کړی.

د سیاسي چارو شنونکی مرتضی مطهري وايي: « که چېرې په افغانستان کې سوله، امنیت او آرامي وي او اقتصادي وده ولري، دا پر ګاونډیو هېوادونو ډېر اغېز لري؛ مګر که چېرې جګړه او نا امني وي، دا بیا پر ګاونډیو هېوادونو هم منفي اغېز لري.»    

د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « دا څرګندونې یوازې له طالبانو سره د ښو اړیکو جوړولو ښکارندويي نه کوي، بلکې دا د افغانستان په هغه اهمیت باندې پوهېدل او نړیوالو ته ښودل دي چې افغانستان یې د آسیا په زړه کې لري.»       

ازبېکستان داسې مهال نړۍ له اسلامي امارت سره تعامل ته رابولي چې د دې هېواد ولسمشر شوکت میرضیایف تېره اوونۍ له یورو نیوز رسنۍ سره په مرکه کې هم له سرپرست حکومت سره د تعامل ننګه کړې وه او ویلي یې و چې هغه هېوادونه چې له دې مخکې له اسلامي امارت سره د دې هېواد د اړیکو جوړولو مخالف وو، اوس پخپله د دې پالیسۍ پر سمون قانع شوي دي.

نوموړي په یادې مرکه کې دغه راز ویلي و چې تاشکند تل له کابل سره عملي او سټراټیژیکه ښکېلتیا ساتلې او دغه څه یې پر شته بحرانونو د برلاسۍ ذریعه بللې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist