Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شهامت: هېواد کې ۴۵ زره نابینايان او کاڼه لاهم له حرفوي او مسلکي زده ‌کړو بې برخې دي

شهامت: هېواد کې ۴۵ زره نابینايان او کاڼه لاهم له حرفوي او مسلکي زده ‌کړو بې برخې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/28

کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې له لوري د روښان ‌زړو مسلکي انسټېټیوټ له لوري د(روښان ‌زړو د وړتیاوو پوهاوي او له هغوی ملاتړ) تر نامه لاندې غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د بېلابېلو وزارتونو چارواکو ګډون درلود.

د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې سرپرست په دې انسټېټېوټ کې د نابینایانو او کڼو وګړو د ظرفیت ستاینې ترڅنګ وايي، دا مهال په هېواد کې ۴۵ زره نابینا او کاڼه له حرفوي زده ‌کړو بې برخې دي.

د غلام حیدر شهامت په خبره، په پام کې ده چې د نورو وزارتونو او موسسو په همکارۍ د دې کسانو لپاره په هغو برخو کې د حرفوي زده ‌کړو زمینه برابره شي چې د هېواد پر کچه ورته اړتیا ده.

شهامت زیاتوي:« د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۴۵ زره نابینا او یا کم بینا کسان شته دي. ډېری دغه کسان د علم او مسلک زده کولو له امکاناتو محروم دي. نو له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره نیت او بشپړه اراده لري چې د مختلفو بنسټونو په همکارۍ او د نړیوالو ظرفیتونو په کارولو سره داسې شرایط چمتو کړي چې دغه کسان وکولی شي په خپلواکه او ګټوره توګه په ټولنه کې فعالیت وکړي.»

ورته مهال، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت چارواکي وایي، سرپرست حکومت معلولینو ته د رسېدنې په برخه کې د تعادل په پام کې نيولو سره هغو کسانو ته هم میاشتني مالي امتيازات ورکوي چې په تېر نظام کې د جګړې پرمهال معلول شوي دي.

 دوی زیاتوي، اوس مهال ۱۹۰ زره معلولينو ته میاشتنی معاش ورکوي او په خبره یې، ژمن دي چې په بېلابېلو ادارو کې کاري فرصتونه هم ورته برابر کړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت معین عبدالحکیم حقاني وايي: « سره له دې چې نړۍ او افغانان ټول وايي چې امارت اقتصادي مشکلات لري، خو بیا هم څه کم ۲۰۰ زره معیوبینو ته د اسلامي امارت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت میاشتنۍ تنخوا ورکوي. دا معیوبین هغه مهال زموږ دوښمنان وو، ځکه زموږ له لاسه دوی په سترګو باندې معیوب شول، پر پښو باندې فلج شول، په غوږونو باندې کاڼه شول، په لاسونو باندې ګوډ شول؛ ځکه چې موږ سره مقابل کې وو. نن چې اسلامي نظام راغی، هماغه معیوب چې زموږ له لاسه معیوب شوی دی، هغه ته دا نظام پیسې ورکوي.»

بله خوا، د نابینایانو د کورنیو غړي غوښتنه کوي چې د نورو هېوادونو په څېر دې نابیناوو ته د ټرانسپورټ او روغتيايي خدمتونو ترڅنګ نورو برخو کې هم اړینې اسانتیاوې برابرې شي؛ ترڅو دغه کسان زده کړو ته په پوره ډاډ لاسرسی پیدا کړي.

د معلولینو یو تن استازی خان زرک ځدراڼ وايي: « د نابینایانو په برخه کې چې په نورو هېوادونو کې کوم سهولتونه شته، لکه د دوی اجتماعي ژوند ته، په ټولنیزو چارو کې که یو نابینا له دې مکتب څخه رخصتېږي او وځي، دولت باید حتا د پياده رو په جوړولو کې د نابیناوو حق او حقوق په نظر کې ونیسي. په نورو هېوادونو کې حتا په پياده رونو کې نابینایانو ته خاصې لیکې اچول شوې وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روښان زړو انسټېټیوټ مسوولین وایي، اوسمهال ۳۲۰ تنه زده ‌کوونکي او محصلین لري چې په درېيو(اسلامي تعلیمات، عمومي تعلیمات او حرفه او مسلک) څانګو کې زده ‌کړې کوي او د ټرانسپورټ په برخه کې اړینې اسانتیاوې لري.

د روښان ‌زړو انسټېټیوټ آمر نورمحمد فیضي وايي: «علاوه له دې چې مرکز د ټرانسپورټ ستونزه درلوده، واقعا ً چې زموږ مرکز د ټرانسپورټ نه شتون له امله جدي ستونزې سره مخ و. د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ونډې پر بنسټ مو سږ کال تر ټولو غوره ټرانسپورټ درلود او اوسمهال۱۰ عرادې کاسټر موټر عملا ً فعالیت لري، زده کوونکي سهار راوړي او غرمه یې خپلو کورونو ته رسوي.»

په دې انسټېټیوټ کې له زده ‌کړو سره هم مهاله، د ډېری هغو کسانو لپاره د سواد زده ‌کړې فرصت هم برابر شوی چې عمر یې لوړ وي.

 د انسټېټیوټ د مالوماتو له مخې، اوس مهال د سواد زده کړې په برخه کې۳۰ تنه زده ‌کوونکي لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist