Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شهامت: د مشرتابه له حکم وروسته به زرګونو نجونو ته د نیمه لوړو زده کړو زمینه برابره کړو

شهامت: د مشرتابه له حکم وروسته به زرګونو نجونو ته د نیمه لوړو زده کړو زمینه برابره کړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/07

وروسته له هغې چې په ځينو ولايتونو کې له دولسم ټولګي فارغو نجونو د نيمه لوړو زده‌کړو لپاره ازموينه واخېستل شوه، د نجونو پر زده‌کړو د سرپرست حکومت له لوري لګول شوي محدوديت کمولو په اړه يې هيلې زياتې کړې.

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت وايي، که د حکومت مشرتابه يې په اړه پرېکړ وکړي، چمتو دي، چې د نوي تعليمي کال له پيل سره په نيمه لوړو زده‌کړو موسسو کې، زرګونه نجونو ته د زده‌کړو زمينه برابره کړي.

د شهامت په خبره، دغه اداره راتلونکی کال په دولتي نيمه لوړو زده‌کړو موسسو کې د پوره ۲۹زره هغو نجونو د جذب ظرفیت لري، چې له دولسمو ټولګيو فارغې شوې دي.

شهامت زیاتوي: « موږ د اسلامي امارت مشرتابه په تمه یو چې هر وخت د نجونو د زده کړو امر وشو، موږ بیا هغه وخت تصمیم نیسو او استثنا نه لرو. ان شاءالله هر څنګه چې هدایت وشو هغسې عمل کوو. موږ سره نجونې زده کړیالانې هم زیاتې دي، نږدې ۲۹۰۰۰ زده کړیالانې دا اوس لرو چې زده کړې یې ځنډول شوې دي.»

بلخوا د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې چارواکي په پام کې لري، چې راتلونکی کال د يادې ادارې له لوري له تمويلېدونکو نيمه لوړو زده‌کړو موسسو څخه تازه فارغ شوي زر کسان، د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په اډانه کې د کارکوونکو په توګه جذب کړي.

د چارواکو په خبره، له لومړۍ تر پنځمې درجې له نيمه لوړو زده‌کړو فارغ شوي ياد شمېر کسان به په دولتي انسټيټیونو او ښوونځيو کې د استادانو په توګه پر دندو وګوماري.

شهامت وايي: « زموږ له سروې وروسته زر هغه زده کړیالانې چې له لومړۍ تر پنځمې درجې فارغې شوې دي، په روان کال کې به یې د قراردادي استادانو په توګه مقررې کړو، چې داسې به هم دوی ته  د کار زمینه برابره شي او هم زده کړو او ان شاءالله تر راتلونکو دوو کلونو به د دوی د زده کړو لګښت هم دوی ته ورکول کېږي.»

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مالوماتو له مخې، روان کال یادې ادارې په ټول هېواد کې ۳۶زره کسان له تخنيکي او مسلکي زده‌کړو فارغ کړي چې د وړم کال پرتله ۶زره تنه زیات دي.

دغه اداره هر کال په ۱۱ سکټورونو او ۷۳ څانګو کې څه باندې ۳۰ زره کسان د مسلکي ظرفیتونو په توګه د کار بازار ته وړاندې کوي، خو تازه د صنعتي کارخونو، کان کېندنې، اوسپنې پټلۍ، د هوټلونو او سیاحت مديريت په شمول ۲۵ نورې څانګې هم ور اضافه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist