Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شهامت: تېر کال له تخنیکي او مسلکي زده کړو ۱۹ زره تنه فارغ شوي

شهامت: تېر کال له تخنیکي او مسلکي زده کړو ۱۹ زره تنه فارغ شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/16

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د یکشنبې په ورځ(د ۱۴۰۳ کال د وږي پر ۲۵ مه) د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د دغې ادارې چارواکو وویل، د ټول هېواد پر کچه زرګونه تنو ته تخنیکي او مسلکي زده کړې ورکړل شوې او زرګونه نور دا مهال د هېواد په ښوونیزو مرکزونو کې په حرفه يي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

د دوی په خبره، د اسلامي امارت ۳۵ زره غړیو ته د ادارې او مدیریت په برخه کې دوه کلنې زده کړې ورکول کيږي او دا مهال یې زده کړې روانې دي.

د دغې ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت وايي، په تېر یوه کال کې ۸۰ زره کسان د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ته جذب شوي او همدا راز په دې موده کې ۱۹ زره کسان له دغو زده کړو فارغ شوي او اوسمهال د کار په مارکېټ کې پر دندو بوخت دي.

شهامت زیاتوي: « دا مهال په پسرلني سمسټر کې ۳۵ زره مجاهدین د ادارې او منجمنټ په برخو کې زده کړې کوي. تېر کال شاوخوا ۸۰ زره زده کوونکي او محصلین د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ته جذب شوي. همدارنګه، تېر کال ۱۹ زره تنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو فارغ شوي او زموږ مالومات ښيي چې د دغو کسانو ډېره برخه د هېواد په بېلابېلو سکټورونو کې پر دندو بوخت دي.»

 

د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې تخنیکي او مسلکي مرستیال غلام سعید احساس وايي:« دغو کسانو ته ۱۸ میاشتې زده کړې ورکول کېږي او دا زده کړې به ډېر لوړ کیفیت ولري. له فراغت وړاندې به له دغو کسانو ازموینه اخیستل کېږي او څوک چې بریالي شي، د لېسې په دوره کې د دولسم ټولګي اسناد او د انستیتیوت په دوره کې د څوارلسم اسناد ورکول کېږي.»

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وايي، په لسو برخو کې د تخنیکي او مسلکو زده کړو  ۱۱۱ څانګو کې روزنیز خدماتونه وړاندې کوي.

 د شهامت په خبره، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د بېلابېلو تخنیکي او مسلکي زده کړو۳۷۵ فعال مرکزونه لري او زرګونه تنه په کې پر زده کړو بوخت دي.

هغه زیاتوي: « دا مهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د هېواد په ۳۴ ولایتونو او ۲۵۴ څخه زیاتو ولسوالیو کې ښوونیز مرکزونه لري چې ټولیز شمېر یې ۳۷۵ مرکزونو ته رسېږي. په دغو زده کړو کې ۱۰ سکټورونه او ۱۱۱ ښوونیزې څانګې شاملې دي.»

چارواکو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فعالیتونو اصلي موخه د کار بازار ته د مسلکي او حرفوي بشري ځواک وړاندې کول وګڼل او کتوونکي وايي، په مسلکي او حرفه يي بڼه د کارکوونکو روزنه د اقتصادي پیاوړتیا لامل کېدای شي او دا د افغانستان د ځان بسیاینې پر لور ګام دی.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist