Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکی: د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال پر څوکۍ دې ژر وړ کس وګومارل شي

شنونکی: د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال پر څوکۍ دې ژر وړ کس وګومارل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/03

که څه هم شاوخوا دوې مياشتې وړاندې مولوي عبدالکبیر د رياست‌الوزرا سياسي مرستيال له څوکۍ لرې او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه وګومارل شو، خو تر اوسه لا څرګنده نه ده چې څوک به د نوموړي پر ځای د رياست‌ الوزرا سياسي مرستيال وټاکل شي.

حکومتي مسوولین په دې اړه بې خبري ښيي، خو زياتوي چې يادې څوکۍ ته د کس تر مشخص کېدو وروسته به رسنيو ته مالومات ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکي د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال په توګه د کوم چا نه ګومارل کېدل ضعف بولي او ټينګار کوي چې ژر تر ژره بايد یو وړ کس پر يادې څوکۍ وګومارل شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه ابوالحسن صالحي وايي: « د دې پوسټ اهمیت ته په کتو ویلی شو چې د هغه له لارې لا ډېره همغږي کېدای شي. دغه پوسټ کولی شي د افغانستان او نړۍ ترمنځ د یوه ارتباطي پل په توګه رول ولوبوي او هغه کسان چې په دې پوسټ کې ټاکل کېږي، باید د ګاونډیو هېوادونو له سیاستونو، سیمه ییزو سازمانونو او سیمه ییزو هېوادونو په تړاو بشپړ معلومات ولري.»

که څه هم د مولوي عبدالکبیر له ګومارل کېدو وروسته د يوه وزارت تشه څوکۍ ډکه شوه، خو برعکس د رياست ‌الوزرا د سياسي مرستيال څوکۍ خالي شوه او لاهم خالي ده.

د سیاسي چارو شنونکي له دې کبله چې له هېوادونو سره يې په اړيکو کې اغېز زيات دی، دا یوه کیلدي څوکۍ بولي.

د سیاسي اړیکو شنونکی مرتضی مطهري وايي: « خدای وکړي موږ د یوه داسې کس لیدونکي اوسو چې وکولی شي په سیاسي او ټولنیزه برخه کې له دې موقف ګټه واخلي او د خلکو ستونزې هوارې کړي.» 

د رياست‌الوزرا سياسي مرستيال د څوکۍ خلا هغه مهال رامنځته شوه چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مخکېنی سرپرست په يوه ځانمرګي برید کې ژوند بایلود او پر ځای یې د ریاست الوزرا پخوانی سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير وګومارل شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist