Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: ۱۴۰۰ کال د  افغانستان وضعیت د نړیوالو له ډېرې پاملرنې سره مخ و

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/22

د اسلامي امارت له واکمن کیدو وړاندې د قطر په دوحه کې او د بروکسل او مسکو ناستې وشوې.

وروسته له هغې د اسلامي امارت له راتګ سره د تېرو ۷ میاشتو په ترڅ کې هم د افغانستان په تړاو ګڼې نړیوالې ناستې وشوې.

د دغو ناستو او غونډو پېل د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر بیړنیو ناستو وشو چې بیا درې ځل نورې هم تکرار شوې.

د امنیت شورا په دې ناستو کې د ملګرو ملتونو ډېر تمرکز پر بشر او د ښځو پر حقونو وو او له مرستندویه هېوادونو غوښتنه کیده،چې افغانستان ته د مرستو رسولو لپاره یاد سازمان ته پیسې ورکړي.

همدا راز بیا په پاکستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه وشوه،چې د ۵۷ هېوادونو استازو په کې ګډون کړی و او د اسلامي امارت  پلاوي ته هم بلنه ورکړل شوې.

وروسته له هغې په اسلام اباد کې په سیمه اییزه کچه یوه بله ستره او مهمه ناسته هم وشوه،چې ټرویکا پلس وه او د روسیې، چین، پاکستان او امریکا استازو جوړه کړې وه.

ورسره هم مهاله هند بیا د مرکزي اسیا له هېوادونو سره ناسته راغوښتې وه،چې له یوه پلوه د ټرویکا پلس غونډه پیکه کړي او له بل لوري یې غوښتنه دا وه،چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ سیمې ته و نه غځيږي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي په دې اند دي،چې د دغو ناستو او غونډو پایلې او اغیزې تر ډېره مثبتې وې او له نړۍ سره د اسلامي امارت مخامخ ناستې وشوې.

د سیاسي چارو شنونکی  حبیب الله جانبدار و ايي:« تېر کال د افغانستان په تړاو کنفرانسونه او غونډې ترسره شوې او ډيپلوماټیکو ډلو په خپلو کې ناستې وکړې. موږ ویلی شو،چې د افغانستان حکومت په ډي فکټو ډول منل شوی دی. خو د دغو کنفرانسونو ځینې مطالب پاتې دي او خبرې پرې نه دي شوي، نو فکر کوم،چې روان کال به هم دا لړۍ دوام پیدا کړي،چې په ترڅ کې به یې د رسمیت پیژندنې لپاره زمینه برابره شي.»

د دغو مهمو ناستو د لړۍ وروستۍ او مهمه یې د ترکیې د انتالیا فورم غونډه وه،چې تر ډېره په کې اسلامي امارت نړۍ ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وویل، افغانستان اوس خپلواک دی او نړۍ باید د سیاسي ثبات او اقتصادي ځان بسیاینې په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

د چارو کارپوهان په دې اند دي،چې راتلونکي کې به هم مهمې ناستې وشي،چې اغیزې به یې تر دې هم ښې او امکان لري،چې د ګڼو هېوادونو پر رسمیت پیژندنې منتج شي.

د سیاسي چارو کارپوه  سید هارون پاچا وايي:« تاسې په دې باوري اوسئ،چې په راتلونکي کال کې به تاسې ډېر بدلونونه وګورئ. ډېر هېوادونه به دوی په رسمیت وپیژني او ډېر هېوادونه به راشي، دلته به دفترونه پرانیزي. ځکه دوی نړیوالو ته وښودله،چې هغه څه چې تاسې فکر کوئ،هغه موږ نه یو. په ځانګړې توګه په ترکیه کې د متقي خبرې،چې ډېرې ښې خبرې یې وکړې.»

خو ځینې بیا دا هم وايي، یو شمیر تعاملات لا پاتې دي،چې پایلې یې د اسلامي امارت له  دریځ پورې اړه لري.

د سیاسي چارو شنونکی قریب الرحمن شهاب  وايي:« هغه غونډې،چې په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان په تړاو شوي، په افغانستان کې د بشري ناورین د مهار او مدیریت په برخه کې یې ډېر اغیز درلود،خو له اسلامي امارت سره یې د سیاسي تعامل په برخه کې عملي نتیجه نه درلوده. خو یو لړ شرایط په کې وړاندې شوي،چې د طالبانو د عمل پورې اړه لري.»

تر دې ور اخوا په جینوا کې د تصفیې کمیسیون رئیس لطف الله حکیمي د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ د سویس له مدني فعالانو سره وکتل،خو جزئیات یې رسنیو ته و نه وتل او د سیاست په پرتله یې تر ډېره مدني بڼه درلوده.

په ټولو دغو ناستو کې د نړیوالو له لوري د افغانانو لپاره د بشري مرستې غوښتنه او بشر حقونو ته د طالبانو د سرپرست حکومت پر درناوي ټینګار وه.

بل خوا بیا د اسلامي امارت له لوري په ټولو غونډو او کنفرانسونو کې د رسمیت پیژندنې او د پیسو ازادیدو په ګډون له هغوی سره د ښو اړیکو پاللو غوښتنه شوې وه.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist