Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: که له نړیوالو سره د ښو اړیکو لپاره ګامونه وانخېستل شي اوسنۍ ستونزې به دوه برابره شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/17

 د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، له نړیوالو او د  سیمو هېوادونو سره ښې اړیکې پر افغانستان مستقیم اغېزه لرلای شي، او اسلامي امارت باید د ښو تعاملاتو لپاره ګوټلي ګامونه واخلي.

دوی په دې باور دي،چې ځیني هېوادونه په ښکاره او پټه اسلامي امارت سره د اړیکو او همکاریو ته لېواله  دي، خو تر ډېره نړیوال د هغو حکومتونو پر رسمیت پېژندنې او ښو اړیکو لپاره حساس وي،چې حکومت کې ټول ګډونوالي ته پاملرنه نه وي شوي.

د سیاسي چارو شنونکی هدایت الله پکتین وايي:« د ځینو چارچوبونو په رامنځته کولو سره باید ځینې پرېکړو ته لاره هواره شي،تر څو ولس ډاډمن شي. تر ډېره نړیوال  له هغو حکومتونو سره اړیکو ته زړه ښه کوي،چې  د ولسي مشروعیت ترڅنګ د ولس په خوښه وي،نو باید  په دې برخه کې اسلامي امارت ګامونه پورته کړي.» 

ځینې نور بیا وايي، له ګاونډیانو او نړیوالو سره د ښو اړیکو نه درلودل د اسلامي امارت ډیپلوماټیکه کمزوري  ده. 

د دوی په اند، اسلامي امارت باید په ځینو مواردو کې خپل نرمښت وښايي او یا پر ځینو پرېکړو له سره غور وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیکر  وايي:« نه اسلامي امارت او نه نړیوال غواړي،یو څه له لاسه ورکړي. اسلامي امارت باید ښو اړیکو لپاره ګام واخلي. لومړني ګامونه باید اسلامي امارت واخلي،تر څو وکړای شو، ښو اړیکو  ته لاره هواره کړو، اسلامي امارت باید ځینو اړخونو کې قربانۍ ته حاضر شي، نړیوال حاضر دي،چې له موږ سره تعامل وکړي،خو بدبختانه هغه څه چې اسلامي امارت باید کړای وای،تر اوسه پورې یې نه دي کړي.» 

افغانستان چې له اوږدې جګړې او سیاسي بدلون وروسته سیمې هېوادونو او له  نړیوالو سره د ښو اړیکو تږی دی، خو د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت بیا وايي، اسلامي امارت بیا ښو اړیکو، همکاریو او نړیوالو سره تعامل کې پاتې بولي او په خبره یې، چې پایلې یې  د افغانستان لپاره ښې نه بلل کېږي.

حکمت زیاتوي:«له نړۍ سره د اړیکو نه درلودل،یوه لویه ډیپلوماټیکه ناکامي ده،کوم څه چې په سیاست کې له  نړیوالو سره اوس لرو،دا هېڅ هېواد او نړیوالو ته د منلو نه ده،یوه برخه باید ملي ګټو ته په نظر کې نیولو سره تغیر شي،چې باید موږ د نړیوالې ټولنې یوه سالمه برخه وګرځو.» 

فکر کېده،چې اسلامي امارت به نژدې وختونو کې خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو کې پرمختګ وکړي،خو په کابل کې د امریکامتحده ایالتو هغه ادعا چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري یې

وژلی،داسې ښکاري چې دا هیلې او هلې ځلې بې پایلې وې.

خو د شنونکو وړاندیزونه دا دي، چې اسلامي امارت دې پر کور دننه د مشروعیت ترڅنګ په ځینو هغو مهمو پرېکړو کې نرمښت او له سره پرې غور وکړي،چې نړیوالو سره یې د دوئ په اړیکه ښکاره اغېزې کړې دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist