Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: کابل کې د بهرنیو سفارتونو فعاله موجودیت د نوي حکومت خاموشه رسمیت پیژندنه ده

admin by admin
2021/10/05

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، یو شمېر هېوادونو د خپلو ارزونو لپاره خپل سیاسي استازولۍ فعاله ساتلي او دا یو ښه فرصت بولي،چې نوی حکومت  پر رسمیت وپيژني.

دوی واييي، په دیپلوماتیکو اصولو کې دغه حالت ته د ارزونې حالت هم ویل کېږي او په کې د رسمیت پیژندنې امکان زیات وي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالستار سعادت وايي:« په کابل کې د سفارتونو موجودیت په یو ډول خاموشه رسمیت پیژندنه ده،دې حالت ته د دولتونو د احتیاط حالت وايي،چې په داسې وضیعت کې  دولتونه یا رسیمي پیژندنې ته ځي او یا هم دغه خاموشه دیپلوماتیکه اړیکه پرې کېږي،نو دغه دولتونه چې سفارتونه یې کابل کې خلاص دي، دا  د رزونې په حال کې دي او د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پیژندنې لپاره دا یو ښه حالت دی،چې دوی دلته شته دي.»

د طالبانو اسلامي امارت په ټول افغانستان حاکم دی او نفوس لري او په کابل کې د بهرنیو سفارتونو فعالیت د دې ښکاروندوي کوي،چې یاد هیوادونه له افغانستان سره غیر مستقیمې اړیکې لري.

د سیاسي چارو شنونکی عزیزمعارج وايي:« د دولت دارۍ د اصولو پر اساس طالبان پر افغانستان حاکم دي، دولت یې جوړ کړی دی، قلمرو او نفوس لري او په کابل کې د نړیوالو سفارتونه فعال دي،چې  رسمي لېدنې هم لري. د نړیوالو دغه کار د بین المللي قوانینو پر اساس له افغانستان سره د نړیوالو غیر مستقیمې دیپلوماتیکې اړیکې ښي.»

اخو د افغانستان اسلامي امارت بیا وايي، د هېوادونو له لوري د افغانستان د نوي نظام د رسمیت پیژندنې په برخه کې پرمختګ شوی او ژر به یو شمېر هېوادونه خپل دریځ اعلان کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستی وايي:« د افغانستان د رسمیت پیژندنې په برخه کې زیات پرمختګ شوی دی او په نږدې راتلونکي کې به څو مهم هېوادونه د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت وپیژني او خپل رسمیت پیژندنه به اعلان کړي.»

د مخکیني نظام له ړنګیدو سره سم د امریکا په شمول ډېری لویدیځو هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه وتړل،خو روسیه،ایران،چین، ترکیه، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان هغه هېوادونه دي،چې لا یې هم  په کابل کې سفارتونه فعال دي او استازي یې رسمي لېدنې هم لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist