Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: پخواني چارواکي او سیاسیون د بهرنیانو په همکارۍ واک ته د رسېدو فکر کې دي

شنونکي: پخواني چارواکي او سیاسیون د بهرنیانو په همکارۍ واک ته د رسېدو فکر کې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/06

د اسلامي امارت د يوې مخالفې جبهې مشر احمد مسعود ویانا کې يوې غونډې ته ویلي، چې د افغانستان د ستونزې حل او راتلونکي لپاره باید یوه ګډه لار نقشه جوړه شي.

 دمسعود دغه څرګندونې له سختو غبرګونونو سره ملې دي.

د سیاسي چارو شنونکي د مسعود څرګندونې داسې انګیري، چې ګنې نوموړی غواړي بهرنیان یې یو ځل بیا واک ته ورسوي.

شنونکي دې باور دي که دوی غواړي افغانستان کې دایمي ثبات ټینګ شي، نو باید لومړی دې له خپلو ولسونو سره سوله وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي: « پخوانۍ ناکامه او بدنامه څېرې چې کله یوه او کله بل هېواد ته ځي او له بهرنیانو سوله غواړي او وایي موږ د سولې لپاره هلې ځلې کوو؛ نو سوله خو بهر نشته په افغانستان کې ده او دوی باید له خپلو ولسونو سوله وغواړي، له خپلو ولسونو او خلکو سره کېني. دوی خو کله په یوه هېواد او کله په بل هېواد ګرځي او غواړي کوم هېواد بیا د دوی ملاتړ وکړي او په ټانګونو یې سپاره راولي او دلته یې قدرت ته ورسوي.»

ځینې نور بیا وايي، پخواني چارواکي او سیاسیون چې اوس په بهر کې میشت دي، فکر کوي چې افغانستان له ستونزو سره مخ دی، تیروتي دي.

دوی وايي، افغانستان هېڅ ډول ستونزې نه لري او افغانان په اوسني افغانستان کې له بل هر وخت اوس ډاډمن او هېله من ژوند لري.

د سیاسي چارو شنونکی موسي سعادت وايي: « د اسلامي امارت مخالفین په ځانګړې توګه د احمد شاه مسعود زوی په خپله وینا کې ویلي چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره باید یوه ګډه ناسته جوړه شي، لومړی دا چې افغانستان هېڅ ستونزه نه لري، له ۴۰ یا ۴۵ کلونو راهېسې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په ټوله جغرافیه اسلامي نظام حاکم دی، سرتاسري امنیت دی، د بیا رغونې کارونه روان دي، افغانۍ ثبات لري، خپل خلک حاکمان دي، شرقي او غربي هېڅوک حاکمان نه دي او بله دا چې دا خلک څوک دي؟ په کوم موقف کې دي؟ دا ۴۰ یا ۴۵ کلونه یې د افغانانو لپاره د بیا رغونې کارونه کړي، ابادي یې کړې، سوله یې راوړې، څه یې کړي؟ خو بس دې وطن ته یې شرقیان او غربیان راوستي، لوټ کړی یې دی او خپل جېبونه یې له ډالرو ډک کړي.»

د سیاسي چارو شنونکي وايي، افغان ولس او دافغانستان اوسني نظام ته هېڅ کله هم پخواني سیاسیون او چارواکي  منلو نه دي.

د دوی په خبره، هغه افغاني څیرې چې اوس په بهر کې میشت دي دوی خپل امتحان هم نړۍ ته او هم افغان ولس ته ورکړی اوهېڅ کله به هم واک ته ونه رسیږي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « د هېواد د تباهۍ او بربادۍ بنسټ اېښودونکي د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود وايي، زه غواړم له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږم، طالبان له تاسې سره د څه په هکله خبرې وکړي په کوم حق له تا سره هوکړې ته ورسېږي، ستا پلار احمد شاه مسعود امریکا دعوت نه کړ؟ لسګونه زره طالبان یې ونه وژل؟ طالبان خو څه کوې چې ان افغان ملت تاسې نه مني، ستاسې تابعیت نه مني تاسې له افغانیت منکر یاست او ځانته افغان نه وايي.»

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند بیا وايي، د ویانا او دې ورته نورې ناستې چې د افغانستان په تړاو په بهرنیو هېوادونو کې جوړیږي پایله نه ورکوي نو باید په افغانستان کې دننه دغه ډول ناستو ته زمینه برابره شي.

د ځلاند په باور، که په افغانستان کې دننه ناستې جوړې شي او ټول بهر میشتي افغانان هم په ګډون وکړي نو د افغانستان راتلونکې لپاره به ګټورې تمامې شي.

هغه زیاتوي : « ښه به دا وي چې کومې ناستې چې په دوشنبه کې کېږي، په ویانا کې کېږي او که په نورو هېوادونو کې کېږي، باید د اسلامي امارت د چارواکو په غوښتنه کابل ته راشي، دلته د افغانانو ترمنځ پرته له بهرني ملاتړه ترسره شي. خپل منځي ناستې کولی شي د افغانانو ستونزې ته یوه د حل لار پيدا کړي.»

دا لومړی ځل نه دی چې په ویانا ښار کې د افغانستان په تړاو ناسته جوړیږي او له افغانستان وتلې څیرې په کې ویناوې کوي، بلکې له دې وړاندې هم په ګڼو هېوادونو کې داسې ناستې جوړې شوي چې هېڅ ډول پایله یې نه ده ورکړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist