Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: پاکستان هېڅکله د باثباته افغانستان غوښتونکی نه دی

شنونکي: پاکستان هېڅکله د باثباته افغانستان غوښتونکی نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/03

د پاکستان له ایجادېدو راهیسې دغه هېواد تل له افغانستان سره د خپل سټراټیژیک عمق له مخې اړیکې ساتلي او د یوه کمزوري ګاونډي لرلو هڅه کوي.

په تېرو نږدې څلورو کلونو کې دې هېواد هڅه کړې چې خپلې امنیتي ناکامۍ په دې توجیه کړي چې ګواکي هلته پر پوځي اهدافو بریدونه د هغو وسله والو ډلو له لوري ترسره کېږي چې په وینا یې اسلامي ‌امارت له ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړه افغانستان کې پټنځایونه ورکړې دي.

پاکستاني چارواکو او په نړیوالو سازمانونو کې د دې هېواد استازو هم افغانستان تورن کړی چې د پاکستان ضد وسله ‌والو ډلو ملاتړ کوي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي: « له بده مرغه، له داعش سره پر مبارزې سربېره، د کابل چارواکي د القاعدې شبکې، ټي.‌ټي.‌پي او د مجید برېګډ په ګډون د بلوچ وسله ‌والو له خوا سیمې او نړۍ ته د ورپېښو ګواښونو په کنټرول کې پاتې راغلي چې دا مهال په افغانستان کې دي. تحریک طالبان پاکستان چې دا مهال ۶ زره جنګیالي لري، هغه ستره وسله ‌واله ډله ده چې له افغانستانه فعالیت لري.»

که څه هم د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پالیسي د تخریب سیاست دی، خو په تېرو نږدې څلورو کلونو کې دغې پالیسۍ د شدید مخالفت بڼه خپله کړې.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، پاکستان باثباته افغانستان د ځان پر زیان بولي او له همدې کبله یې تل دلته د حکومتونو د کمزوري کولو پالیسي غوره کړې ده.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « پاکستان تل کوشش کوي چې افغانستان بدنامه او نړۍ ته یې د یوه تروریست هېواد په توګه معرفي کړي. دوی غواړي په خپل هېواد کې یې شته ستونزې پر افغانستان ور واچوي؛ اوس مهال پاکستان کې د بلوڅو آزادي غوښتونکي غورځنګ پاڅونونه دي، ټي.ټي.پي د دوی پر وړاندې یو ستر ګواښ دی. هغه ګواښوونه چې دوی ورسره مخ دي او امنیتي ځواکونه یې په کنټرول کې پاتې راغلي، له همدې امله کوشش کوي داسې وښيي چې په پاکستان کې د روانو نا امنیو لامل افغانان دي.»

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي:« زما عقیده دا ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا به همداسې پاتې او دوامداره وي. پاکستان به تل کوشش کوي چې د خپلو ستونزو او بې کفایتیو پړه پر افغانستان واچوي. نو له همدې امله، د افغانستان حکومت باید آماده وي چې دا ستونزه اوږدمهاله ده او ترهغو چې په پاکستان کې امنیت نه وي راغلی، دا ستونزه هم موجوده وي.»

ځینې نور بیا په دې باور دي، که پاکستان له خپل تاریخي دریځ پر شا شي او پر نړیوالو اصولو ولاړ سیاست ته مخه کړي، له دې هېواد سره د افغانستان اړیکې عادي حالت ته ګرځېدلی شي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « اصلي خبره دا ده چې پاکستان له جوړېدو راهیسې تل هڅه کوي په افغانستان کې د خپلو ګټو پر بنیاد یو لاس پوڅی حکومت ولري. هغه حکومت چې استقلال ولري او له پاکستان سره سیالي کوي، پاکستان یې د کمزوري کولو، نا امنه کولو او ټکولو کې له مخالفانو سره لاس یو کوي، ترڅو دوی په خپله خوښه حکومت راولي.»       

اسلامي امارت هم په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د پاکستان دریځ ننګولی او د افغانستان پر وړاندې یې د پاکستان روان سیاست د دواړو هېوادونو پر زیان بللی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist