Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د پاکستان پوځ غواړي له ټي‌ټي‌پي سره د جګړې په پلمه پښتانه فعالان او سياسیون ووژني

شنونکي: پاکستان د ګاونډیو هېوادونو ګواښلو لپاره په خپله خاوره کې ترهګري روزي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/09

وروسته له هغې چې پاکستان د محمد شریف ‌الله په نوم یو کس د داعش ډلې د غړیتوب او د کابل هوايي ډګر په برید کې د لاس لرلو په تور ونیو او امریکا ته یې وسپاره، هغه شکونه په یقین بدل شول چې د پاکستان تر کنټرول لاندې خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ياد هېواد له لوري تمويلېدونکې جنګي ډلې روزل کېږي او منظم مرکزونه لري.

سرپرست حکومت هم وړاندې ویلي و چې په پاکستان کې د داعش ډلې د غړیو نیول د دې ښکارندويي کوي چې دا ډله د افغانستان برعکس په پاکستان کې ده.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، پاکستان سیمې او ګاونډيو هېوادونو ته د داعش په شمول نورې جنګي ډلې د خپلو اهدافو د تحقق لپاره لېږي او په دې توګه يې سيمې ته ګواښ پېښ کړی.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت وايي:« زموږ په سیمه کې د داعش ټېکه دار، روزونکی او صادروونکی د پاکستان پوځ او استخبارات دي. دوی اوس له غربي نړۍ او غربي استعمار سره پر ګډه د داعش خراسان ډلې څو څانګې د پاکستان تر کنټرول لاندې په پښتونخوا او بلوچستان کې فعاله کړې دي. په دې ټوله نړۍ خبره ده چې د پاکستان د پوځ او آی.اېس.آی له خوا روزل کېدونکې داعش ډلې د ګاونډیانو د تهدید او یوې نړیوالې تروریستي پدیدې په توګه د پاکستان د ګټو لپاره کارول کېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « د داعش په شمول سخت دریځې د تاریخ په اوږدو کې پاکستان روزلې دي او دا یې ښه مثال دی چې د داعش یو کس یې په امریکا خرڅ کړ. پاکستان تل سخت دریځې ډلې روزلې، ټوپک یې ورکړی او د خپلو ګاونډیانو نظامونه یې پرې رنګ کړي او بیا یې د همدغو کسانو پر سر تجارت کړی.»

ځینې نور  بيا پر دې باور دي چې پاکستان په قبايلي سيمو کې د ناامنيو مهارولو په پلمه په دې هڅه کې دی چې په يادو سيمو کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه خپلې تجهيز کړې ډلې ځای پر ځای او د افغانستان ناامنه کولو په موخه ترې ګټه واخلي.

د ننګرهار ولايتي شورا پخوانی ریيس احمد علي حضرت وايي:« اسلام ‌اباد غواړي د خپلو اهدافو لپاره د تورخم جګړې په پلمه د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ځينې سیمې له خلکو خالي او داعش په کې ځای پر ځای کړي چې دا کړنه به یو ستر ګواښ رامنځته کړي.»

په ټوله کې باور دا دی، که نړیواله ټولنه د دې ستر مشترک ګواښ مخه ونه نیسي، نه یوازې دا چې د پاکستان ګاونډیو هېوادونو او سیمې ته به ستونزې جوړې شي، بلکې د نړۍ امنیت به هم وګواښي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « که چېرې نړیواله ټولنه په یوه واحد موقف د ترهګرۍ د دغو مرکزونو مخه ونه نیسي، زه فکر کوم نه یوازې دا چې سیمې او ګاونډ ته به ستونزې پیدا کړي، بلکې نړۍ ته به هم مشکلات پیدا کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « نړیوال باید غوڅه پرېکړه او اقدام وکړي، ترڅو د دغه شان ډلو ټپلو او خوځښتونو د فعالیت مخنیوي لپاره د افغانستان حکومت ته لاس ورکړي، ترڅو د دغه شان ډلو مخه ونیول شي.»

د سیاسي چارو شنونکي غوښتنه کوي چې نړۍ باید د هغو ډلو د مرکزونو له منځه وړلو لپاره جدي اقدام وکړي چې د پاکستان ملاتړ ورسره دی او روزنيز کمپونه یې ورته جوړ کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist