Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: پاکستان باید د اسحاق ډار کړې ژمنې عملي کړي

شنونکي: پاکستان باید د اسحاق ډار کړې ژمنې عملي کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/06

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د تېرې اپریل میاشتې پر ۱۹ کابل ته د خپل سفر د پایلو ارزونې په موخه غونډه رابللې وه.

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، اسحاق ډار په دې ناسته کې ټینګار کړی چې هېواد یې له ګاونډیو سره د سوداګرۍ پراخولو، سیمه ییز اتصال رامنځته کولو، دوامداره پرمختګ او هوساینې ته د وده ورکولو پر بنسټ سوله اییزې اړیکې غواړي.

د سیاسي چارو شنونکي په دې اند دي چې پاکستان په ځلونو ازمایل شوی، خو داځل باید خپلو هغو کړو ژمنو ته چې د بهرنیوچارو وزیر یې کابل کې له افغان چارواکو سره وکړې، ژمن پاتې شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « آخري ځل پلاوی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر مشرۍ راغلی و، دلته یې چارواکو سره په ځینو مسایلو توافق وکړ چې په ډله کې یې په آبرومندانه بڼه د مهاجرینو د راستنېدو خبره وه، تجارتي، اقتصادي او نور مسایل وو چې په اړه یې باید اوس عملي اقدام شوی وای. که چېرې پرې عمل ونه کړي، د پخوا په څېر به لکه څرنګه چې دوی تل دوه مخی سیاست لوبولی، نه به د دوی پر ګټه وي  او  نه زموږ پر ګټه.»

ځینې نور بیا په دې باور دي چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر کابل ته د خپل سفر پرمهال په بېلابېلو برخو کې ژمنې کړې وې چې د کډوالو د ستونزو حل ترڅنګ، د سوداګرۍ او ټرانزیټ برخې هم په کې شاملې وې.

دوی وايي، که څه هم پاکستان د افغانانو پر وړاندې خپل باور بایللی، خو دا ځل باید پر خپلو ژمنو واقعي مانا عمل وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « دا چې په دې وروستیو کې د پاکستان د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار کابل ته سفر درلود او په کې یې د ډېرو مسایلو په اړه اطمینان ورکړ چې دوی به د تجارت، ټرانزیټ او مهاجرینو مسایلو ته د پای ټکی ږدي، خو اوس داسې ښکاري چې هماغه خرک او درک دي. باید ووایم چې پاکستان نور د افغانستان د خلکو پر وړاندې باور بایللی دی.»

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پيګیر بیا وايي، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د لسیزو سیاست ته په کتو، دا هېواد د خپلو ژمنو په پوره کولو کې ریښتینی نه دی او پر اسلام اباد باور به سیاسي تېروتنه وي.

پیګیر په دې اړه وايي: « دا لومړی ځل نه دی او وروستی به هم نه وي چې پاکستان اسلامي امارت او د افغانستان له خلکو سره ژمنې کوي، خو هېڅکله یې نه دي عملي کړې. زه باور نه لرم چې دا ځل به هم د پاکستان استازی چې کابل ته یې سفر کړی و، په خپلو ژمنو عمل وکړي. بنا ً، په پاکستان باور کول یوه تېروتنه ده.» 

کابو دوې اوونۍ وړاندې د پاکستان لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق ډار د یوه پلاوي پر مشرۍ کابل ته راغی او دلته یې د اسلامي امارت له چارواکو سره د کډوالو ستونزو د حل، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د اسانتیاوو راوستو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د پراختیا په برخه کې هم هوکړې وکړې چې د افغانستان بهرنیوچارو وزارت یې هماغه مهال د عملي کېدو غوښتنه وکړه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist