Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: واشنګټن لاهم د  کابل په چارو کې لاسوهنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/28

د سیاسي چارو شنونکي وايي،د افغانستان شتمنۍ کنګل کول، دافغانستان پرهوایي حریم د یاد هېواد د ډرون الوتکو ګزمې او پر اسلامي امارت دا فشار،‌چې خپل حکومت دې ټولشموله کړي،دافغانستان په کورنیو چارو کې د امریکا ښکاره لاسوهنه ده. 

خو څنګه کېدای شي،چې امریکا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي؟

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« افغانستان یو داسې هېواد دی،چې د خپل جیو ستراتیژیک موقیعت له پلوه تل  د زبرځواکو هېوادونو تر ګواښ لاندې وه. اوس چې امریکا وتلې ده، زه فکر کوم،په ښو خبرو باندې کولای شوي، لومړی بندې پیسې خپلې کړو، نه په ګواښ.  له حکیمانه رفتاره پرته بله چاره نه شته دی.» 

شنونکي وايي،  امریکا او نړیوالې ټولنې افغانستان کې زیاتې سرغړونې کړي،خو اسلامي امارت باید د نړیوالو یو شمېر غوښتنې ومني او په دې نه تلقي کوي،چې ګواکې دافغانستان د ملي‌ارزښتونو پرخلاف دي.

د سیاسي چارو شنونکی صلاح الدین سعیدي  وايي:« دې کې شک نه شته  دی،چې امریکا او نړیوالې ټولنې افغانستان کې زیاتې تیروتنې کړي دي، خو طالبانو ته په کار ده،چې په حال راشي، د نړیوالو یو سلسه اصول مراعت کړي.دا په دې مانا نه ده،چې د افغانستان د خلکو ارزښتونو او اسلامي ارزښتونو په خلاف ګذشتونه وکړي.»

اسلامي امارت او امریکا متحده ایالات خپلو کې د دوحې هوکړه لري،چې پر اساس به یې دغه هېواد د له افغانستانه له وتلو وروسته له نوي جوړېډونکي دولت سره ښې اړیکې او همکاري لري،خو اوس داسې ښکاري،چې امریکا غواړي پر اسلامي  خپلو فشارونو ته دوام ورکړي،ترڅو په یو شمېر مهمو مسایلو کابل له واشنګټن سره پرېکړې او مشورې وکړي.

خو اسلامي امارت په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی  دی،چې هېوادونه دې ددوی په چارو کې له لاسوهنو ډډه وکړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« افغانستان د هيڅ بل هېواد په کورنیو مسایلو کې مداخله نه کوي او بل چاته هم اجازه نه ورکوي چې زمونږ حقه حقوق تر پښو لاندې کړي او په داخلي چارو کې مولاس وهنه وکړي، افغانان د یوه سوله دوست ملت په توګه غواړي له نړیوالو سره د اسلامي اوصولو په چوکاټ کې ښې او قوي اړیکې تامین کړي.»

تر اوسه پورې اسلامي امارت خپله بهرني تګلاره نه ده اعلان کړې.په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان بهرنی سیاست امریکایي محوره وه او په کور دننه هم ډېری هېوادونو د یو شمېر احزابو او ګوندونو په وسیله  افغانستان کې زیاتې لاسوهنې کولې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist