Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: هغه څه چې نړیوالو د رسمیت پیژندنې لپاره له افغان لوري غوښتي فرمایش نه بلکې د افغانانوغوښتنه ده 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/21

له انګریزي ښکیلاکه د افغانستان خپلواکۍ د ۱۰۳ مې کلیزې نمانځغونډه کې د اسلامي امارت ملي دفاع پرست وزیر ملا یعقوب مجاهد وویل،ځینې هېوادونه هڅه کوي،چې خپلې غوښتنې او فرمایشونه،چې دافغانستان ملي ګټې یې نه ایجابوي پر افغانانو ومني. 

مجاهد ویلي،هغه څه چې د افغانان دعقدې او ملي ګټو خلاف یې، څوک یې پرې نه شي منلی. 

هغه زیاته کړې:«  بعضي هېوادونه هڅې کوي،چې موږ او تاسو دې ته قانع کړي،چې د دوی هغه غوښتنه،چې زموږ ملي ګټې یې نه ایجابوي،هغه ورسره ومنو. موږ د خپلې عقیدې او د خپلو ملي ګټو خلاف دهېچا اوامر، فرمایشونه او غوښتنې نه شو منلی.» 

له تیر یو کال راهیسې د بشري حقونو تامین، د ښځو د کار او زده کړو حق او له نړیوالې ترهګرۍ سره پریکون هغه شرایط دي،چې نړیوالو د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پیژندنې لپاره وړاندې کړي او پر دغه برخه یې ټینګار زیات دی.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا دغو غوښتنو ته د فرمایش نوم ورکوي  او وايي، له تفاهم پرته د هېوادونو هر ډول غوښتنې فرمایش او د افغانستان کورنیو په چارو کې لاسوهنه ده.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی همت وايي:« کوم تفاهم او معاهده چې شوې،لکه د دوحې د هغې پر اساس خبرو ته غوښتنې ویلای شو او دا نور ریښتیا هم چې فرمایشات دي او فرمایش دې ته وايي،چې تاسره یې مخکېنی تفاهم نه وي. د دواړو خواوو ترمنځ تفاهم نه وي شوی او ځان ته یوه خبره کوې او فرمایشات او خواهشات هېڅ کله هم نه پوره کیږي.» 

خو ځینې نور بیا وايي، هغه څه چې نړۍ یې د افغانستان له اسلامي امارته غواړي،په دوحې هوکړې کې یې منل شوي، افغان لوري ورته ژمنتیا ښودلې او د نړۍ دغه غوښتنې فرمایشونه نه بلکې د افغان ولس غوښتنه او اړتیا ده. 

د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي:« هغه څه،چې له دوی غوښتل شوي، دوی دې ورته تعهد وښي او د فرمایش مسله له هېڅ لوري نه ده مطرح شوې او څه چې مطرح شوي دي په حقیقت کې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده،نه د کوم دبل هېواد غوښتنه او فرمایش. د نجونو ښوونځیو بیا پرانېسته د ښځو حقونه،د رسنیو ازادي د قانون په رڼا کې کار، دا ټول د افغانستان خلکو غوښتنې او ضرورت دی.» 

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي بیا وايي، هغه څه چې نړیوالو د افغانستان له نوي حکومت غوښتني،د پرمختګ لپاره خپله افغانستان ورته اړتیا لري او د دې لپاره چې کابل یو ځل بیا نړیوال رسمیت پیدا کړي،باید په دغه برخه کې جدي او واضع کار وشي. 

هغه زیاتوي:« ځینې شیان چې افغانستان د خپل پرمختګ لپاره ورته اړتیا لري،لکه د نجونو زده کړې او ځینې داسې مسایل هم شته  دي،چې اسلامي هېوادونه غواړي،چې افغانستان یې باید ولري،لکه له نړیوالې ترهګرۍ سره د اړیکو پریکون دا هغه مسایل دي، چې حکومت یې باید په کابل کې له پوره وضاحت سره ترمیم کړي،چې افغانستان وپیژندل شي او اقتصادي ستونزې یې حل شي.» 

شنونکي له اوسني بشري او اقتصادي ناورینه  د وتلو یوازینۍ لار له نړۍ سره د سالمو اړیکو ټینګښت په ګوته کوي او په خبره یې دې موخې ته د رسیدو لپاره باید په ځینو مسایلو کې انعطاف وښودل شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist