Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: نړۍ پر افغانستان بندیزونه او جګړه ازمایلې او بیا یې نه انتخابوي

admin by admin
2021/09/28

 د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، نړیوالو د افغانستان په تړاو د اړیکو پرېکون، بندیزونه او ان جګړه ازمایلې او بیاځلې پر دغو لارو نه ځي.

دوی وايي،یو شمېر هېوادونه به دانساني او نشه یي توکو دقاچاق او د ترهګرۍ ودې مخنیوي لپاره د نوي حکومت د رسمیت پیژندنې لړۍ پیل کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالستار سعادت وايي:« نړۍ د اړیکو پرېکون،بندیزونه او جګړه ازمایلې او بیا د افغانستان په تړاو دغو انتخابونو ته نه ځي. نشته یي توکي،د مهاجرت په شکل انساني قاچاق او ترهګرۍ هغه بحثونه دي،که نړۍ د افغانستان نوی دولت په رسمیت ونه پیژني دا مسایل به نور هم جدي شي،خو اوس نړۍ جوپه نه پاتې کېږي او خپل سکوت ماتوي،چې هم د نړۍ او هم د افغانستان په ګټه کار دی او ژر به د افغانستان د نوي دولت د رسمیت پیژندنې لړۍ پیل شي.»

دوی له اسلامي امارته غواړي،چې ټولو هغو نړیوالو حقوقي معیارونو او کنوانسیونونو د منلو لپاره ځان چمتو کړي،چې نورو اسلامي هېوادونو منلي دي.

شنونکي وايي،ځنې  اندیښنې موجودې دي،که نړیوال پر افغانستان خپل سیاسي او اقتصادي فشارونه په همدې توګه دوامداره وساتي،وضیعت به لا خراب کړي او زیان به یې افغان ولس وویني،چې دا کار به د بشري حقونو ضد کړنه وي.

دوی زیاتوي،افغانستان نړۍ او نړۍ افغانستان ته اړتیا لري او اوس باید طالبان د اقتصادي بندیزونو او له نړۍ سره د اړیکو ښه کیدو په موخه باید ټول هغه نړیوال قوانین او کنوانسیونونه،چې د نړۍ نورو اسلامي هېوادونو منلي او عمل پرې کوي ومني.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وایي:«افغانستان نړۍ ته او نړۍ افغانستان ته اړتیا لري او که چیرې د افغانستان او نړۍ ترمنځ بشري،سوداګري،دیپلوماتیک او راکړې ورکړې اړیکې جوړې نه شي او دا وضیعت دوام وکړي،نو زیان به یې ولس وویني فشار به پر ملت زیات شي او زیاتې ستونزې به وزیږوي، طالبانو ته پکار ده،چې هغه نړیوال کنفرانسونه،کنوانسیونونه، نړیوال حقوقي معیارونه او اصول چې په نړۍ کې شته او نور اسلامي هېوادونه یې مراعت کوي، دوي هم باید مراعت کیدو ته لار اواره کړي،چې دغه ستونزه حل شي او افغانستان له منزوي حالته ووځي او نړیوالو سره خپلې اړیکې ولري.»

کتونکي بیا په دې باور دي،چې نړیوال دې د افغانستان ملي حاکمیت او افغاني ارزښتونو ته درناوی ولري او اسلامي امارت دې هم د خپلو ولسونو لپاره چې نړۍ ته اړتیا لري،انعطاف وښي ترڅو شته ستونزې حل او افغانان هم د نړۍ نورو ولسونو په څیر له خپلو نړیوالو حقوقو برخمن شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist