Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: نړیوال د اسلامي امارت د چارواکو پر سفرونو  د بندیز مسله د فشار په توګه کاروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/22

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو سفرونو ته د ورکړل شوي درې میاشتیني وخت یوازې ۱۰  ورځې پاتې دي او راتلونکې اوونۍ به د ملګرو ملتونو امنیت شورا، په دې تړاو ناسته ولري.

ښايي دغه موده بیا تمدید شي، خو دا ویره هم شته  ده،چې ښايي د اسلامي امارت د چارواکو پر سفرونو بندیزونه ولګول شي. 

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي،چې نړیوال د اسلامي امارت د چارواکو د سفرونو مسله او تور لیست، په اوسني حکومت د فشار په توګه کاروي او ښايي دغو فشارونو ته دوام ورکړي.

دوی ټېنګار لري،چې اسلامي امارت دې د دغې مسلې حل او د خپلو حقوقو د دفاع لپاره نړیوالو محاکمو ته مراجع وکړي .

دوی وايي، د دې ترڅنګ اسلامي امارت ته په کار دي،چې ټولو هغو شرایطو  چې په دغه برخه کې یې نړۍ لري، برابر او پلي کړي، ترڅو د نړیوالو بندیزونو له ستونزې خلاص شي. 

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« دا بندیزونه یو ډول فشار دی،پرطالبانو او نړیوال له دې بندیزونو د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي او هیڅ وخت داسې نه کوي،چې دایمي معافیت ورکړي. دا به جاري ساتي،خو دحل لار یې داده،چې طالبان خپله لاس په کار شي او له خپل حقه دفاع وکړي. دوی باید پوښتنه وکړي،چې ولې پرموږ قیودات دي او د رفع لپاره یې څه دي، ځکه نړیوال د دې لپاره یو لړ شرایط لري او دغه شرایط باید طالبان پلي کړي او حل یې کړي.» 

ځینې نور بیا د سیاسي تعامل لپاره مذاکرات شرط یادوي او په باور یې مذاکرات هغه مهال کیدای شي،چې یو لوری هم له بندیزونو سره مخ نه وي.

د سیاسي چارو شنونکی مفتي محمد اجمل سالار په دې باور دی، که په دواړو اړخونو کې  یو هم له بندیزونو سره مخ وي،هغه موخه چې دواړه لوري یې تعقیبوي،رسیدل ورته ستونزمن دي. 

سالار زیاته کړه:« له یوه هېواد سره  د اړیکو ټینګښت لپاره اوږدمهاله تعامل ته اړتیا ده او دغه اوږد مهال تعامل ضرورت لري،چې بندیزونه لغوه وي او که چیرې بندیزونه موجود وي،ددواړو اړخونو ترمنځ مذاکرات او تعامل او یا هغه هدف ته چې دواړه اړخونه ورته کار کوي، رسیدل به ناممکن وي.» 

خو  د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریم بیا وايي،د تیرو کلونو تجربو ښودلې ده، چې پر اسلامي امارت د فشار نسخې اغیز نه لري او یوازې د حل لار مذاکرات او تعامل دی،چې د سیمې او نړۍ پر ګټه هم دي .

کریمي زیاتوي:« دا درک اوس پر  نړیواله کچه او هېوادونو ترمنځ چې  د فشار نسخې کار نه ورکوي،لکه څنګه چې یې په تیرو کلونو کې نه دی ورکړی. افغانان خپلې ګټې لري او  د هغې په رڼا کې له  نړیوالو سره تعامل ته ځي. اوس نړۍ په دې باور ده،چې له اسلامي امارت سره باید د تعامل له لارې مسایل حل شي او د حل یوازېنۍ لار ده،چې هم د افغانانو پر ګټه ده،هم د نړیوالو او هم د سیمې پر ګټه ده.» 

له هغې وروسته،چې په دوحه کې اسلامي امارت ته سیاسي دفتر پرانېستل شو، د امریکا له متحده ایالتو سره د مذاکراتو لپار یې پر ځینو مشرانو د سفرونو بندیزونه هم لرې شول،خو په دې وروستیو کې د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې له ملګرو ملتونو  د اسلامي امارت د چارواکو پر سفرونو د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به په نږدې ورځو کې د افغانستان په تړاو ځانګړې غونډه وکړي،خو دا چې غونډه کې د طالب مشرانو د سفرونو مودې غځولو او یا نه تمیدولو په تړاو څه پریکړه کیږي،تراوسه مالومه نه ده.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist