Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: نړیوال باید د جګړې پر ښکېلو اړخونو فشارونه زیات کړي

admin by admin
2021/08/11

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د جګړې پر دواړو غاړو نیوکې کوي چې پر یو بل د درنې مرګ ژوبلې ادعا کوي، خو یو لوری هم د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې مسولیت نه اخلي.

دوی وايي، نړیوال باید د ملکي تلفاتو برخه کې خپله خاموشي ماته کړي او د جګړې پر ښکېلو غاړو دې فشارونه زیات کړي.

د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي: «نړیوال د ملکي تلفاتو په برخه کې غلي دي او تر دې دمه یې داسې څه نه دي، ترسره کړي چې د ملکي مرګ ژوبلې کچه راټیټه کړي. تمه شته چې نړویوال پر ښکېلو غاړو د فشار راوړلو په صورت کې د دې ناورین مخه ونیسي.»

ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د ملکي تلفاتو اوسنۍ کچه د اندېښنې وړ بللی ده، چې د تېر کال پرتله خورا لوړه شوې ده. 

سره له دې د جګړې دواړه غاړې د بشر حقونو پر خوندیتوب ټینګار کوي، خو پر کور دننه باور دا دی، تر هغې چې جګړه ختمه نه شي، د ملکي تلفاتو مخنیوی ناشونی دی.

د سیاسي چارو شنونکی اضغرخیل منګل وايي: «د افغانستان جګړه نیابتي ده او سرلاری یې پاکستان دی. نړیوال دې پر پاکستان بندیزونه ولګوي، تر څو طالبانو سره له مرستې لاس واخلي او د تروریستې ډلو ملاتړ ونه کړي.»

جګړې ملکې کسانو ته د سر  تاوان تر څنګ مالي زیانونه هم اړولي او ډېری یې له کوره بې کوره کړي او خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

له کډه شویو کورنیو ‌ډېری کابل او یو شمېر نور یې بیا نورو نسبتا امن سیمو ته تللي، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تازه د تولو امنیتي حوزو مسوولینو ته امر کړی چې کابل ته راغلیو بې ځایه شویو پر مخ دې د جوماتونو دروازې پرانیزي او هیچا ته  دې اجازه ورنه کړي، چې جوماتونو ته د هغوی د ورتګ مخه ونیسي.

صالح  پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «د ارشاد حج اوقاف وزیر ته لارښوونه شوې چې د جوماتونو دروازې د ټولو هغو بې ځایه شویو پر مخ پرانیزي چې کابل ته راغلي دي.»

سره له دې چې دواړه لوري د بشر حقونو پر خوندیتوب ټنیګار کوي، خو عملا داسې څه نه تر سترګو کیږي چې د بشر حقونه په ې خوندي ساتل شوي وي.

د طالبانو له لوري په یوه خپور شوي غږیز پیغام کې د طالبانو مرستیال محمد یعقوب مجاهد پر خپلو جنګیالیو غږ کړی چې ملکي کسانو خوندیتوب ته پام وکړي.

طالبانو په هغو سیمو کې خلکو ته د ځاني او مالي خوندیتوب ډاډ ورکړی چې د دوی تر واک لاندې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist