Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: نړیوالې ټولنې له افغانستان خپل پام اړولی دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/14

سره له دې چې د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت دوحې ته له کابل نه د تللي پلاوي وروستي سفرونه ګټور بولي، خو  دقطر په کوربتوب، دوحه کې د کابل او واشنګټن له وروستۍ ناستو، راورسته  د امریکامتحده ایالت او نړۍ د افغانستان پر وړاندې یې یو ډول خاموشي اختیار کړې او چوپه خوله پاتې  دي. 

 د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، نړیواله ټولنه د افغانستان له نوي نظام د مشخصو چارو هېله لري او  د امریکا له متحده ایالتو سره د کابل په مناسباتو کې د سوړوالي راتګ اصلي لامل هغو پوښتنو او غوښتنو ته د ځواب نه ویل دي،چې د امریکا متحده ایالتو درلودې.

دوی وايي،له نړۍ سره د سیاسي اړیکو ټینګښت لپاره باید د افغانستان اسلامي امارت د مثبت ګامونو اخېستلو فکر وکړي. 

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« نړیواله ټولنه د افغان حاکمیت له لوري د مشخصو ګامونو انتظار باسي. د امریکا له لوري په مناسباتو کې سوړ والي لامل دادی،چې افغان لوري تر اوسه د امریکایانو پوښتنو او مشروع غوښتنو ته جواب نه دی ویلی،ځکه پکار ده،چې عملآ په سیاست کې بې طرفي او د مثبت ګامونو اخېستلو په برخه کې د افغانستان  اسلامي امارت همدا نن فکر وکړي نه سبا.»

ځینې نور بیا په دې باور  دي، چې لوېدیځ غواړي په داسې میکانیزم مخکې لاړ شي،چې ګټې یې  په کې خوندي وي او د افغانستان دولت لپاره په کار ده،چې د امریکامتحده ایالتو، چین او روسیې د اړیکو په برخه کې بې طرفه سیاست غوره کړي.

دوی وايي، د امریکا له متحده ایالتو  او د ناټو سازمان غړو هېوادونو د افغانستان ګوښه پاتې کېده هم دافغانانو پر زیان دي. 

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« غرب هم غواړي،چې له افغانستان سره په داسې یوه میکانیزم باندې کار وکړي،کوم چې د غرب ملي منافع تر پښو لاندې نه کړي. د افغانستان نظام لپاره اړینه داده،څومره ژر چې کولای شي،دغرب ، چین او روسیې ترمنځ په \ناپیلې سیاست له مخې له غرب سره خپل روابط ښه کړي. موږ د امریکا اوناټو نه په فاصله کې پاتې کیږو. دا د افغانستان د ملي منافعو په خلاف ده.»

د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی بیا وايي،غوښتنه  یې داده،چې نړیوال باید په اوسنیو شرایطو کې افغانستان یوازې پرې نږدي او د اصلاحاتو راوستلو لپاره خپل وړاندیزونه د افغانستان له  اسلامي امارت سره شریک کړي.

هغه زیاته کړه:«اوس هم باید  افغانستان یوازې پرې نږدي،د افغانستان کنګل شوې پیسې باید خوشې کړي او د افغانستان حکومت باید پر رسمیت وپیژني.هو! په افغانستان کې دې هم اصلاحات راوستل شي او د اصلاحاتو لپاره چې نړیوال په افغانستان کې کومې برنامې لري،هغه دې اسلامي امارت ته وړاندې کړي.» 

په لومړي سر کې چې تازه نړۍ ته منل شوی حکومت هم سقوط شوی و،خو بیا هم افغانستان د نړۍ د ژبې پرڅوکه قرار درلود، د امریکا متحده ایالتو  او نورو غربي هېوادونو لېوالتیا درلوده،چې  له افغان لوري سره ناستې ولري او پر مهمو سیاسي مسایلو بحثونه وکړي،خو د ۱۱ میاشتو په تیرېدو سره ورو ورو د نړۍ لېوالتیا له افغانستان سره  کمه شوې ده. 

 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist