Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: له نړیوالو سره د تعامل پر وړاندې اسلامي امارت ته  لوی خنډ د نجونو ښوونځیو تړل دي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/19

پر کور دننه او نړیواله کچه له اسلامي امارت غوښتنې دي،چې د نجونو پرمخ دې ښوونځي پرانیزي،خو د درې میاشتو په تیریدو تراوسه پورې اسلامي امارت نه دی توانیدلی،چې ټول ښوونځي پرانیزي.

 د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي،چې  له نورو موضوعاتو سره سره د نجونو پر وړاندې د  ښوونځيو بندیدل، د اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ په اړیکو منفي اغیز کړی دی. 

د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري وايي:« له بده مرغه کوم ذهنیت چې طالبان د ښوونې، روزنې، ښځو حقونو او بشري حقونو پر وړاندې لري او همدا کړنه یې د افغانانو پر وړاندې په تېره بیا د ملت د مهمې برخې چې ښځې او نجونې دي، دوی یې د افغاني ټولنې او همداراز په ملي او نړیواله کچه له ستونزو سره مخ کړي دي.» 

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال احمد فاطمي وايي:« خلک ګوري،چې دلته یې د ماشومانو راتلوونکې تضمین نه ده، نو له همدې امله نورو هېوادونو ته ځي او کډوال کېږي. د نړیوالو شرط دا دی،چې ترهغې،چې اسلامي امارت د نجونو ښوونځيو مسله حل نه کړي، دوی به یې پر رسمیت ونه پېژني. ان پر اسلامي امارت به بندیزونه ولګوي او ستونزې به ورته ډېرې کړي. کېدای، که په راتلوونکې کې دا مسله حل نه شي، د اسلامي امارت مشرانو پر سفرونو به هم بندیزونه ولګول شي.»

بلخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ( یوناما) مخکېنۍ مشره دیبورا لاینز دافغان نجونو پر وړاندې د ښوونځینو تړلو خفه او ناهیلي کړې ده.

لاینز  وايي:« زړه مې د میلیونونو هغو نجونو او ښځو لپاره مات دی،چې ښوونځیو ته نه پرېښودل کیږي او له پوره وړتیاو سره بیا هم د کار اجازه نه ورکول کیږي. د خواشینۍ خبره ده، چې ښځې اوس په افغان ټولنه کې د خدمت کولو اجازه نه لري،هغه ټولنه چې له پخوا ډېره امنه دهؤخو ویره په کې په هماغه کچه ده.» 

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، نړیوال د ښوونځیو پرانېستلو تر څنګ له اسلامي امارته ټول ګډونه حکومت، ښځو ته حقوق او بشري حقونه مراعت کول غواړي،تر څو ورسره د تعامل مېز ته کیني.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم کاکړ وايي:« که چېرې موږ د امریکایانو اظهاراتو ته متوجه شو، دوی وايي که ا.ا د نجونو ښوونځي خلاص نه کړي، نو دوی دې د رسمیت پېژندنې موضوع هېڅ نه مطرح کوي. خو زه داسې فکر کوم چې د نجونو ښوونځي یوازې شرط نه دی؛ بلکې نړۍ له یوې ټولګې سره غواړې له ا.ا سره تعامل ته دننه شي چې په هغې کې ټولګډونه حکومت جوړول، د ښځو حقونو ته درناوی او بشر حقونه شامل دي.» 

شنونکي ټېنګار کوي،چې  د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه،نړیوالو سره تعامل او  د بشري مرستو ترلاسه کولو لپاره اسلامي امارت باید خپل دریځ نرم کړي او د نجونو پر وړاندې د ښوونځینو دراوزې پرانیزي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist