Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: له سیمې او نړۍ سره د تعامل لپاره باید ملي او نړیوالې مشروع غوښتنې ومنل شي

شنونکي: له سیمې او نړۍ سره د تعامل لپاره باید ملي او نړیوالې مشروع غوښتنې ومنل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/28

له کابل سره د سیمې او ګاونډیو هېوادونو وروستیو اړیکو، سیاسي او اقتصادي ښکېلتيا ته په کتو، د د سیاسي چارو شنونکي په دې اند دي چې افغانستان یوه نوي پړاو ته داخلیږي.

دوی وايي، اوس د نړۍ ستر هېوادونه د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل ته لېواله دي او دې موخې ته د رسیدو لپاره لارې چارې لټوي.

دوی زیاتوي،  اړتیا ده چې اوس د شته تعامل پراختیا او دوام لپاره ځینې هغه غوښتنې او شرایط ومنل شي چې د نړۍ له لوري وړاندې شوي او له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره ټکر نه لري.

شنونکي د سرپرست حکومت پر داسې هڅو ټينګار کوي چې له مخې يې د متوازن بهرني سیاست پرمټ افغانستان د نړیوالې ټولنې د همکارۍ په مرکز بدل شي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « دا چې افغانستان اوس یوې حساسې مرحلې ته داخلېږي، ځکه چې د نړۍ اکثریت لوی هېوادونه د افغانستان له حکومت سره د تعامل لاره پرانیستل غواړي، نو په کار دا ده هغه څه چې بهرنیان یې له موږ غواړي، البته د ملګرو ملتونو د منشور په چوکاټ کې او دغه راز افغاني او اسلامي ارزښتونو په کتو سره، څه چې جایز وي هغه باید ترسره شي، ترڅو لاره پرانیستل شي، که نه نور سیاسي او اقتصادي انزوا به د ملک بحران نور هم ژور کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « زه هیله لرم له ټولې نړۍ سره د اړیکو لپاره یوه متوازنه پالیسي په پام کې ونیول شي، ترڅو افغانستان د نړیوالې ټولنې د همکاریو په مرکز بدل شي.»

بله خوا، ځینې نور په دې باور دي چې د نړیوالو غوښتنې او فرمایشونه زیات دي او منل یې ستوزمن کار دی، خو له هېوادونو سره د رسمي اړیکو ټینګښت لپاره لنډه لار هم شته چې هغه پرحکومت د ولس باور او د خلکوغوښتنو ته د مثبت ځواب ورکړه ده.

د سیاسي چاروشنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« د نړیوالو غوښتنې، پوښتنې، سپارښتنې او فرمایشونه ډېر دي چې منل به یې یو څه مشکل کار وي، خو د اسلامي امارت لپاره لنډه لاره هم شته او هغه له ملت څخه تېرېږي. د ملت زړه لاسته راوړل، له ملت سره د باور فضا رامنځته کول، د ملت غوښتنې او پوښتنې اورېدل، د ملت او حکومت ترمنځ د فاصلو له منځه وړل هغه څه دي چې د حکومتونو د مشروعیت کچه لوړوي او نورو هېوادونو ته دا اطمینان ورکول کېږي چې د دې حکومت تر شا یو بېدار ملت ولاړ دی.»

د اسلامي امارت دریځ بیا دا دی چې له ټولې نړۍ سره نږدې او په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، له لسیزو جګړو راوتلی افغانستان له نورو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو په هڅه کې دی او غواړي چې له همدې لارې خپله سوکالي دوامداره وساتي.

مولوي امیرخان متقي زیاته کړې، اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره سیاست پربنسټ له ټولو هېوادونو سره د مثبتې همکارۍ او اقتصادي تعامل اعلان کړی.

متقي په دې اړه وايي: « له جګړو راوتلی افغان ملت اوس نورو هېوادونو سره اقتصادي همکاریو لپاره هڅې پیل کړې دي او غواړي له دې لارې د خپل هېواد سوله، سوکالي او پرمختګ متداوم وساتي. د افغانستان اسلامي امارت د دغو اهدافو لاسته راوړلو لپاره د خپل اقتصاد محوره او متوازن سیاست له مخې، له ټولو هېوادونو سره د مثبتې همکارۍ او اقتصادي تعامل اعلان کړی.»

سره له دې چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، د تېرو څلور کلونو په موده کې له ګڼو ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره اقتصادي، سیاسي او سوداګریز تعامل لري.

  په وروستیو کې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته سفرونه وکړل او برعکس د یادو هېوادونو ډېپلوماټان او لوړ پوړي چارواکي کابل راغلل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist