Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: له بهره  افغان هوایي ځواک سره د امریکا مرسته د اوس لپاره یوازې یو انتخاب دی

admin by admin
2021/07/04

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، باور نه لري،چې امریکا او ناټو دې په اوسنۍ ګرمه جګړه کې د افغان هوایي ځواک سره مرسته وکړای شي.

د جګړې په ډګر د طالبانو پر وړاندې یو لوی محسوس فشار هوایي ځواک و،خو د جګړې په ډګر کې ټول فعالیت افغان امنیتي ځواکونو ته پاتې دی، هغه ځواک چې په هوایي برخه کې په امریکا او ناټو تکیه وه.

شنونکي وايي، اوس مهال امریکا د افغانستان او سیمې د کنټرول لپاره هڅه کوي، خپل ملاتړ له بهره وکړي او په دې اړه یې له بېلا بېلو هېوادونو سره خبرې پیل کړي دي.

د امریکا ولسمشر هم د شنبې په ورځ وویل، دوی به د افغانستان له پولو بهر افغان‌هوایي ځواک سره خپل ملاتړ برابر کړي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل نادم وايي:« امریکا درې برخو کې د مرستې اعلان کړی دی، لومړی د بهرنیو ډیپلوماټونو د ساتنې چې ۶۵۰ ځواکونه به پریږدي. دویم، د کابل هوایي ډګر امنیت دی  او درېیم امریکا او ناټو له قطر غوښتي،چې زمینه مساعده کړي،ترڅو افغان امنیتي ځواکونه هلته روزنه ترلاسه کړي چې په دې برخه کې قطر اوس د خبرو لپاره او بیا به د امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره ځای ورکړي.»

دا مهال د نږدې ۹۵ سلنه عملیاتو مشري د افغانانو په لاس کې ده.

افغانان نږدې هره ورځ د ولسوالیو د سقوط شاهدان دي، چې د طالبانو په مټ له کوم مقاومت پرته سقوط کېږي.

هغه وخت چې امریکا او ناټو له هوایي ځواک سره مرسته کوله په جګړه کې د طالبانو پرمختګ د ولسوالیو ترسقوط نه وه رسېدلی.

خو سیاسي چارو یو شمېر شنونکي باوري  نه ښکاري،چې امریکا دې په اوسنیو شرایطو کې د جګړې ډګر ته راشي.

د سیاسي چاررو شنونکی اسدالله ندیم شنونکی وايي:« له بهره د هوایي ځواک سره مرسته د اوس لپاره امریکا سره یو انتخاب دی،چې کوم وخت او څه شرایطو پر اساس ترې کار اخلي.

زه باور نه کوم،چې امریکایان دې اوس مهال په جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.»

شنونکي وايي، امریکایان د خپلو ګټو او شرایطو پراساس کار کوي او ترڅو چې د دوی ګټې له ګواښ سره مخ نه وي،  باور نه کېږي،چې د هوا او ځمکې له لارې د افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

د دوحې په تړون کې هم امریکا او طالبانو توافق کړی،چې نظامي برخه کې به نوره همکاري له افغان حکومت سره نه کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي:« په دې وروستیو کې جګړې شدت موندلی، طالبانو پرمختګ کړی او ستراتیژیکي سیمې واک کې لري. د امریکایانو ژمنه هم پرځای ده، که طالبان جګړې ته دوام ورکړي،دوی به له امکاناتو کار واخلي.امریکایان دا امکانات په لاس کې لري او دوی کولای شي،دا کار ترسره کړي طالبان له دې خطر سره مخ دي.»

اوس به ولیدل شي،چې امریکایان څه ډول له سیمې افغانستان کې د وسله والو خلاف خپل عملیات تنظیم کوي.

 خو غوښتنه دا ده،چې د امریکایانو راتلونکی ګام باید له افغانانو سره په همغږۍ واوسي. په تېرو شلو کلونو کې د امریکا او ناټو په بمبارۍ کې چې ناسم کوردینات ورکړل شوي وو، ولسي خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه

اگست 5, 2026
شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist