Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هند په افغانستان کې د خپلو نیمګړو پروژو د بېرته پیلولو ډاډ ورکړی

شنونکي: د کابل او نوي ډهلي ترمنځ د اړيکو پراختیا د متقابلو ګټو خونديتوب لپاره مهمه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/29

که له یوې خوا په دې وروستیو کې د اسلام اباد او نوي ډهلي ترمنځ اړیکې کړکیچنې شوې، بله خوا د کابل او ډهلي ترمنځ اړیکې په تودېدو دي.

د يک‌شنبې په ورځ د هند بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او په ياد وزارت کې د افغانستان، ایران او پاکستان څانګې ‏رییس انند پرکاش کابل ته د سفر پرمهال د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي او نور چارواکو سره وليدل.

په دې ليدنو کې د کابل او نوي ډهلي ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او د سیمې په سیاسي تحولاتو خبرې شوې دي.  

د نړیوالو اړیکو کارپوهان کابل ته د هندي پلاوي سفر د کابل او نوي ډهلي د اړیکو پراختیا لپاره مهم ګام بولي او ټینګار کوي چې دواړه لوري دې د اړيکو لا پراختيا لپاره منظمه تګلاره غوره کړي.

د  نړیوالو اړیکو شنونکی ابولحسن صالحي وايي: « هند د افغانستان اقتصادي پراختیا، زیربنايي پروژو پلي کولو، د تحصلي بورسونو ورکولو او بشرودستانه مرستو چمتو کولو په برخه کې نسبت نورو آسیايي هېوادونو ته مخکښ رول لري. تازه لیده کاته هم کولی شي افغانستان کې د هندي پانګوالو پانګونه اچونې ته لا ډېره زمینه برابره کړي.»      

ځينې نور بیا اوسني شرايط د هند او افغانستان د اړيکو پراختيا لپاره مناسب بولي او زیاتوي، له دې فرصت د استفادې لپاره دې دواړه لوري اعظمي ګټه واخلي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالصادق حمیدزوی وايي: « تعاملات او ډېپلوماسي به نور هم پراخېږي او دا په خپله سیاسي او اقتصادي ثبات ته لاره جوړوي او افغانستان ته ګټه رسوي.»

د هند بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي پرحکومتي چارواکو سربېره له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم ليدلي او د افغانستان او سيمې پر وضعيت يې نظرونه تبادله کړي دي.

کرزي په دې لیدنه کې غوښتنه کړې چې هند دې افغان ځوانانو ته تحصیلي بورسونو ورکړې او دغه راز دې په دې هېواد کې د افغان زده ‌کړیالانو ستونزې حل کړي.

د سیاسي چارو شنونکي هم ټينګار کوي چې سرپرست حکومت دې د دا ډول لیدنو له لارې د هند له لوري افغانانو ته د سوداګریزو، روغتیايي او تحصیلي ویزو د ورکړې پراسانولو سربېره، په ياد هېواد کې د مېشتو افغان زده کړیالانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « د افغانستان او هند ترمنځ د ساسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخول مهم دي، خو ترڅنګ یې باید د افغان محصلینو تحصیلي ستونزو او د سوداګرو تجارتي ستونزو هوارولو ته هم پاملرنه وشي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل احترام فضا رامنځته شي.»

کابل ته د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي سفر داسې مهال دی چې په دې وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له زیاتوالي سره سم، اتاري او واګه بندرونه تړل شوي او له امله يې د هند او افغانستان ترمنځ صادرات او واردات هم زيانمن شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist