Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د چین بهرنیو چارو  وزارت وروستۍ پرېکړه عجولانه ده 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/15

په کابل هوټل  د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) برید کې،چې پنځه چینایان په کې ټپيان شول او بېجینګ په افغانستان کې خپلو اتباعو ته د دې هېواد د پرېښودو سپارښتنه وکړه، اندېښنې پيدا کړي دي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د افغانستان مخالیفین غواړي،چې اوسنی افغان دولت په نړیواله انزوا کې پاتې شي او هڅې کوي،چې د کابل او بیجینګ ترمنځ اړیکې خرابې کړي.

دوی په دې اند دي،چې افغان حکومت باید د سیمې له هېوادونو سره یو لړ تړونونه لاسلیک کړي،چې افغانستان له نیابتي جګړو وژغوري. 

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« د افغانستان او اسلامي نظام دښمنان غواړي، چې دغه نظام په نړیواله انزوا کې پاتې شي او په رسمیت ونه پیژندل شي او د افغانستان چین روابطو ته هم صدمه ورسوي.په دې هېله چې اسلامي امارت څومره ژر کولی شي،چې د افغانستان د ملي منافعو په رڼا کې د دې نظام بقا او ساتلو لپاره په سیمه کې داسې امنیتي او استخباراتي توافقاتو ته ورسیږي،چې هم افغانستان وژغوري او هم  وکولی شو،چې په افغانستان کې هر ډول نیابتي جګړې ته د پای ټکی کیږدو.» 

 یو شمېر نور بیا د چین  وروستۍ پرېکړه عجولانه او ناسمه بولي او په باور یې د هغو هېوادونو پر ګټه ده، چې غواړي د افغانستان او چین اړیکې خرابې کړي او په افغانستان کې د چین پانګونې مخنیوی وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی سید بلال فاطمي وايي:« دا چې چین دا تصمیم نیولی،چې د چین ټول وګړي دې له افغانستانه ووځي او دلته په افغانستان کې ورته خطر دی، زما په نظر دا تصمیم ناسم دی اوعجولانه دی. د چین دا تصمیم د هغو کسانو پلان کامیابول دي،چې د همدې لپاره یې دا اقدام کړی دی. د امریکا پلان همدا دی،چې داعش په افغانستان کې اوسي، ترڅو چین او روسیه له افغانستانه لرې شي او د دوی ترمنځ روابط جوړ نه شي او دوی ونه شي کولی په افغانستان کې پانګونه وکړي.» 

له اقتصادي پلوه له افغانستان  سره د چین اړیکې مهمې یادیږي .

اقتصاد پوهان وايي،د بېجینګ دغه تصمیم،چې غواړي خپل اتباع له افغانستانه وباسي په افغانستان کې د دغه هېواد پانګونه او د افغان چین سیاسي او اقتصادي اړیکې زیانمنولی شي. 

اقتصادي کارپوه نورالله عزیز وايي:« له چین سره د افغانستان اړیکې ډېره پخوانۍ مخینه لري،که هغه د سیاست په برخه کې  ده، که د تجارت او یاهم د پانګوونې په برخه کې دي، دا ټول د افغانستان لپاره ډېر مهم او اساسي دي. د چین هېواد پانګونه د معادنو په برخه کې، د زیر بنا په برخه کې دا ډېرې مهمې دي، د چین دا پریکړه به نه یوازې دا چې د افغانستان په داخل کې ددوي پانګوونه متضرره کړي،بلکې د افغانستان او چین ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو هم اغیز ولري.» 

په ورته مهال د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیا ضیا احمد تکل بیا ټولو بهرنیو ډیپلوماتانو او اتباعو ته ډاډ ورکوي،چې امنیت به یې خوندي وي او هېڅ څوک به ورته زیان ونه شي رسولی.

هغه زیاته کړه:« د افغانستان بهرنیو چارو وزارت  په کابل او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې هغو بهرنیو اتباعو که هغه ډیپلوماتان دي،که سیاحان دي، هغوی ته ډاډ ورکوي،چې امنیت به یې خوندي وي او هغوی ته به دښمن ضرر نه شي رسولی.» 

درې ورځې وړاندې د کابل ښار په شهرنو سیمه کې  د کابل په نوم هوټل باندې دوه داعش وسله‌والو برید وکړ،چې د پنځه تنه چینايي وګړو په ګډون ۱۸ تنه په کې ټپيان او درې تنه ووژل شول.

له دغه برید یوه ورځ وروسته د چین د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو وغوښتل،چې ژر تر ژره له افغانستانه ووځي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist