Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د پاکستان د یرغل پر وړاندې چوپتیا ملي خیانت ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/18

د پاکستان پوځي الوتکو دوه ورځې وړاندې خوست او کونړ ولایتونو کې هوايي برېدونه وکړل،چې له امله یې لسګونه ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.

له تېرو شلو کلونو راکیټي بریدونو وروسته دا لومړی ځل دی،چې پاکستان پر افغان خاوره هوایي برېدونه کوي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي،  د پاکستان د دې کار ځواب باید ورکړل شي او دې لپاره ولس او پخواني جنرالان له هېواده  دفاع لپاره چمتو دي.

په ورته وخت کې دوی وايي، د پاکستان د یرغل پر وړاندې  چوپتیا ملي خیانت ده.

د سیاسي چارو شنونکی  یحی چاووش  وايي:« د هر نوعه یرغل پر وړاندې چوپتیا ملي خیانت ده، بیا اعلانوم،چې طالبان نه باید د پاکستان د تجاوز په اړه غلي پاتې شي، زیات جنرالان او ولس شته  دی،چې  د پاکستان مقابل کې ودریږي.»

د پاکستان له لوري هرځل د افغانستان خاوره ګواښل شوې، خو کابل یوازې د دې ستونزې د حل لپاره د خبرو لار نیولې ده،چې په تېرو شلو کلونو کې یې هېڅ ډول پایله نه درلوده.

اسلام اباد کې خبریال طاهرخان وایي،د پاکستان له لوري د طاقت استعمال پرځای اقدام نه وه او ښه وه،چې دا مسله د خبرو له لارې حل شي.

هغه زیاته کړه:« ډېری خلک د طاقت د استعمال سره موافق نه دي،ځکه د طاقت استعمال خو مسلې نورې هم خرابوي،د مسلو د حل لپاره خو پاکستان او افغانستان ترمنځ د مذاکراتو یو نظام موجود دی،چې هغه کې پوځ هم شته،ګروپونه هم شته او استخبارات هم شته. په دې نظام تېرو حکومتونو هم مسلې حل کولې،نواوس د طاقت استعمال ته څه اړتیا ده.»

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي بیا وايي، ، اوس اړتیا ده،چې دواړو لورو ترمنځ امنیتي کمېسیونونه رامنځ ته شي او د پاکستان د یرغل په اړه پلټنې وشي.

فرهادي زیاتوي:«د دې لپاره چې بیا دا مسله تکرار نه شي،باید د لوړې کچې یو درې کسیز امنیتي کمېسیون د دواړو لورو ترمنځ رامنځ ته شي او پاکستان ته وړاندیز وشي، چې درې اوونۍ وروسته مخامخ خبرو ته تیار شي،په دې مرحله کې موږ باید مالومه کړو،چې ټي ټي پي سره څه کولای شو.»

د افغانستان اسلامي امارت هم پر خوست او  کونړ ولایتونو د پاکستان پوځي الوتکو هوايي برېدونو له امله د خلکو تر سخت فشار لاندې دي.

اسلامي امارت د اوس لپاره یوازې دا برید غندلی دی،خو د پاکستان په اړه یې کوم ګام نه دی پورته کړی.

د اسلامي امارت ویاند مرستیال  انعام الله سمنګانی وايي:« اسلامي امارت د پاکستان بریدونه،چې په خوست او کونړ ولایتونو کې یې کړي،په کلکه غندي او دا وضح کوي،چې د افغانستان په خاوره تجاوز د منلو وړ نه ده او د مسلې حل لپاره په ډیپلوماټیکو لارو کار روان دی.»

خو د  خلکو تمه او غوښتنه له اسلامي اماته دا ده،چې د پاکستان د بریدونو په اړه غلي پاتې نه شي.پاکستان  له افغانستان سره تر اوسه پورې په ژمنو عمل نه دی کړی او هرکله یې افغان لوری په بې پایلو خبرو مصروف کړی دی.

اوس به ولیدل شي،چې اسلامي امارت د پاکستان د یرغل په اړه څه ګام پورته کوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist