Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د هند ناسته کې باید د افغانستان نړیوال مشروعیت لپاره د سیمې او نړۍ پر هېوادونو غږ وشي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/07

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، په هند کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې ناسته کې باید د سیمې هېوادونو استازي پر هغو مسایلو بحث او خبرې وکړي،چې د افغانستان له رسمیت پیژندلو سره مرسته کولای شي.

دوی وايي، په دغه ناسته کې دې د افغانستان د نړیوال مشروعیت لپاره د سیمې او نړۍ پرهېوادونو غږ وشي او ژمنې دې ترې واخېستل شي.

شنونکی عزیز معارج وايي:« د افغانستان د رسمیت پیژندنې په هکله دې د سیمې او نړۍ هېوادونو باندې غږ وشي او دې پروسې ته دې ځانګړی میکانیزم جوړ شي. په دې تړاو له دوی ژمنې واخېستل شي او بل خوا نوي حقیقي تازه او مشروع شرایط طالبانو ته وړاندې شي او له طالبانو  سره په اداري او اصلاحي چارو کې مرسته او همکاري وشي.»

شنونکي وايي،هند د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره ښه ملګری پاتې شوی او اوسنی اقدام یې چې د افغانستان په تړاو سیمه ییزه ناسته جوړوي، د افغانانو لپاره ګټور ګام دی.

شنونکي حکمت الله حکمت وايي:« په حقیقت کې د هندوستان ناسته به د افغانستان له اوسني وضیعت سره مرسته وکړي،ځکه دغه هېواد له افغانستان سره د ښو اړیکو اوږد تاریخ لري او هندوستان په معاصر تاریخ کې هم له افغانستان دښمني نه بلکې دوستي یې پاللې ده.»

خو لاهم دافغانستان په تړاو د ناستو جوړېدو پرروانې لړۍ شکونه شته، هغه داچې هغه هېوادونه چې په خپل سره د افغانستان په تړاو غونډې جوړوي، له افغانانو سره مرسته نه شي کولای.

شنونکي په دې باور دي، هغه ناسته کې چې دافغانستان استازی برخه ونه لري،بې پایلې دي.

شنونکی طارق فرهادي وايي:« نور هېوادونه ناستې د خپلو ګټو لپاره جوړوي او ځینو مواردو کې داسې ناستې دي،چې خدای دې وکړي چې دافغانستان ته یې ضرر ونه رسیږي او کله چې په یوه ناسته کې د افغانستان استازی نه وي،هغه ناسته د افغانستان لپاره مثبته نه شي کیداي.»

ټاکل شوې ده،چې د روانې نومبر میاشتې پر ۱۷ نیټه د هند په نوي دهلي کې د افغانستان په تړاو ناسته جوړه شي، چې د سیمې هېوادونو د امنیت شوراسالاکاران به په کې ګډون ولري،خو اسلامي امارت ته په دغه ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې او پاکستان په کې خپل ونډه اخېستل رد کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist