Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د هر یرغلګر له ماتې وروسته افغانانو د واک پر سر کورنۍ جګړې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/01

له انګریزانو او پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته دا ځل د امریکا پر مشرۍ ناټو د افغان ولس د مبارزې او قربانۍ په پایله کې له افغانستانه ووته.

اسلامي امارت هم له افغانستانه  د امریکا پر مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د وتلو لومړۍ کلیزه  ونمانځله .

د سیاسي چارو شنونکي وايي،اندیښنې دادي،چې د پخواني شوروي اتحاد دسرو لښکرو له وتلو وروسته،چې مجاهدین واک ته ورسیدل،په خپلو  کې یې جګړې وکړې او له افغان ولس یې نوره قرباني هم واخیسته او د شوروي پر وړاندې یې د دوی بریا نوم هم ورک کړ.

دوی وايي،له اسلامي امارته یې غوښتنه داده،چې دا ځل باید هرڅه په سمه توګه مدیریت کړي او افغانستان له کورنیو ستونزو وساتي او هغه کوچنۍ ستونزې،چې په کومو سیمو کې موجودې دي،باید له منځه یې یوسي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« د شوروي له وتلو وروسته مجاهدینو د واک پر سر جګړې وکړې او دغو  جګړو د دوی بریا ورکه کړه. اوس باید طالبان نورې ډلې او ټپلې او سیاسیونو ته ډېر پام وکړي،چې یوځل بیا افغانستان کورنۍ جګړو ته لاړ نه شي.»

ځینې نور بیا وايي، اوسنی نظام باید له تیر تاریخ درس واخلي او مشران دې ځاني ځاني پریږدي او د خپل ګټلي تاریخ نوم دې وساتي. 

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« پر حاکمانو غږ کوم،چې له تاریخ درس واخلئ.  له خود خواهۍ تیر شئ، دا جګړه طالبانو نه ده ګټلې،جګړه هغې مور ګټلې،چې خپل بچیان یې د دې لپاره قرباني ورکړل.» 

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي بیا وايي، افغانستان کې د هر یرغلګر له ماتې وروسته بیا افغانانو ارامه ژوند نه دی کړی، کورنۍ جګړې پیل شوي او د واک پر سر ناندرۍ رامنځ ته شوي دي،خو په خبره یې هېله دا ده،چې له تیرو تجربو ګټه واخیستل شي او ولس ته ارامه ژوند برابر شي.

فرهادي زیاتوي:« د انګریزانو او روسانو له ماتې وروسته په افغانستان کې کورنۍ جګړې او  ستونزې رامنځ ته شوي دي. هېله داده،چې داځل داسې ونه شي  او ولس ارامه ژوند ولري .»

یو کال وړاندې د امریکا پر مشرۍ د شمالي اتلانتیک یا ناټو ځواکونه،چې شل کاله یې په افغانستان کې پوځي ماموریت درلود، د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګست میاشتې پر ۳۱ مه نیټه له افغانستان ووتل او وروستی سرتیری یې هم جنرال کریس ډون هاوي و،چې د ټوپک شپیلۍ یې پرځمکه له افغانستانه ووت. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist