Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د نړیوالو مرستو یوازې ۱۰ سلنه افغانانو ته رسېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/07

له هغې وروسته چې اسلامي امارت واک ته ورسید او افغانستان له اقتصادي او سیاسي بندیزونو سره مخ شو،په دغه هېواد کې د بشري ناروین او د خلکو د اقتصادي وضیعت د خرابیدو په تړاو اندیښنې راپورته شوې او په دې تړاو  ځینې نړیوالې او سیمه ییزې ناستې جوړې شوې او پکې له افغانستان سره شااوخوا اته ملیارده ډالرو مرستې اعلان شوې

خو تراوسه نړیوال بشري سازمانونه او ملګري ملتونه ادعا لري، په تیرو نهه میاشتو کې یې له افغانستان سره تر شپږ ملیارده ډالرو مرستې کړي او لا یې مرستې دوام لري.

 د سیاسي چارو شنونکي وايي،که چیرې دغه نغدې مرستې په واقعي توګه افغانانو ته رسیدلې وای،نو اوس به یې ژوند کې بدلون راغلی و او اقتصادي وضیعت به یې پرمختګ کړی و .

دوي وايي،که په همدې شپږ ملیارده ډالرو افغانانو ته خوراکي توکي اخېستل شوي وای،نو اوس به یې د کلونو کلونو لپاره ژوند پرې تیریده.

د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:« شپږ ملیارده پیسې ډېرې زیاتې پیسې دي،که دغه پیسې واقعآ د افغانستان د خلکو لپاره پر یو بنیادي کار مصرف شوې وای او یا حد اقل خوراکي توکي له نورې نړۍ قرارداد شوي وای،دا به دافغانستان خلکو لپاره د کلونو کلونو لپاره بس ول. خو متاسفانه دغه پسې  د بهرنیانو له خوا نه په هغو پروژو کې مصرفیږي،په دې مرستو کې نه مخکې او نه اوس افغان حکومت خلاص لاس لري. همدا لامل ده،چې افغانان وږي دي.» 

خو له ځینو سره بیا پوښتنه دا ده،چې دغه پیسې چې نړیوال یې له افغانستان سره د مرستې ادعا لري ادعا لري او ولس ته هم نه دي رسیدلي،په کومو برخو مصرف شوي دي .

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« نیوال سازمانونه ادعا کوي،چې تر پنځه ملیارده ډالره مرسته له افغانستان سره شوې ده، خو پوښتنه داده،که له افغانانوسره مرسته شوې، نو ولې د افغانانو په ژوند کې بدلون نه دی راغلی.» 

د مالوماتو پر اساس د دغو مرستو تر اویا سلنه یې د یوناما په سیسټم مصرف  کیږي او پاتې ۳۰ سلنه یې د انجوګانو له لارې خلکو ته رسول کیږي،چې په دې کې هم ۲۰ سلنه یې د دغو انجو ګانو پر مصارفو لګول کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی نور الله عزیز وايي:«له افغانستان سره مرستې ټول د یو.این له لارې مصرف کیږي،چې ۷۰ سلنه یې مستقیمآ د یو.این د سیسټم دمصارفاتو د تمویل لپاره په مصرف رسیږي او یوازې ۳۰ سلنه یې هغه برخه کې په مصرف رسیږي،چې دغه پیسې ورته ځانګړې شوي دي،خو دا بیا د دویم قرارداد له لارې د داخلي انجو ګانو پرمټ مصرف کیږي،چې دې کې هم د دغو انجو ګانو د مصارفو مسایل هم مطرح دي او بالاخره یوازې ۱۰ سلنه یې خلکو ته رسیږي،چې په ژوند یې هېڅ ډول مثبت تاثر نه شي کولای.» 

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې،دمګړۍ په افغانستان کې تر ۸۰ سلنه خلک د درې وختونو لپاره پوره ډوډۍ نه لري او له  سخت بشري ناورین سره مخ دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist