Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

شنونکي: د نړیوالو بندیزونو اصلي قرباني عام افغانان دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/30

له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره د تعامل په برخه کې د اسلامي امارت دریځ دا دی چې له ټولو سره په متقابل درناوي ولاړې ښې اړیکې غواړي او د افغانستان له خاورې به هېڅ چاته ګواښ نه پیښیږي.

د اسلامي امارت رهبر په وروستۍ وینا کې هم په دې ټینګار شوی چې د شریعت او د خپلو خلکو ګټو په چوکاټ کې له نړۍ سره تعامل کوي او داسې تعامل چې د اسلام او د افغانانو د ګټو خلاف نه وي.

د سیاسي چارو شنونکي له هېوادونو سره د رسمي اړیکو د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت دغه دریځ انعطاف بولي او وايي، نړیواله ټولنه دې هم په  خپل موقف کې نرمښت وښي او د تعامل لپاره دې له کابل سره په لوړه کچه خبرې پیل کړي .

دوی وايي، د نړۍ له لوري  پر افغانستان لګېدلو سیاسي ، اقتصادي او ټولنیزو بندیزونو په مستقیم ډول د ۴۰ میلیونه افغان ولس ژوند اغیزمن کړی دی.

دغه راز دوی وايي، نړۍ د خپلو سیاسي موخو لپاره د افغانستان پر نظام تحریمونه لګولي خو اصلي قرباني یې عام افغانان دي چې د څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې بیه پرې کوي اقتصاد یې خراب شوی له بشري ناورین سره مخ دي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« تېرو څه باندې ۲۷ میاشتو کې کوم بندیزونه چې پر افغانانو باندې لګول شوي، پر افغانستان لګول شوي، لکه د رسمیت نه پېژندلو بحث یا هم اقتصادي بندیزونه، د افغانستان پیسو کنګل کول یا هم پر طالب چارواکو د سفر بندیزونه، په تور لیست کې د طالب چارواکو پاتې کېدل، دا ټول هغه مسایل دي، چې نېغ په نېغه پر افغان ولس، پر افغان خاوره او پر افغان مېرمنو باندې یې اغېزې لېدل کېږي. ښه به دا وي چې دغه کشالې د ګډ تفاهم له لارې نه یوازې د اسلامي امارت چارواکو بلکې د نورو روڼ انده افغانانو، استادانو، مدني فعالانو، سیاسيونو، قومي مشرانو له خوا حل شي. نړیوالو باندې غږ وشي، چې دوی دې خپل بندیزونه لرې کړي.»  

ځېنې نور بیا وايي، نړیوالو د خپلو بندیزونو پرمټ په ښکاره توګه افغان ولس قرباني کړی او د یو طرفه ګټو لپاره سیاست کوي.

دوی وايي، له تیرو پنځو لسیزو راهیسې داسې حکومتونه پر افغانانو حاکم شوي چې ولس ته یې کم او زیات پام یې  د هغو هېوادونو سیاستونو ته کړی چې دوی یې واک ته رسولي وو.

د شنونکو په خبره، اسلامي امارت ته پکار ده، چې په دغه برخه کې له تیرو تجربو ګټه واخلي او  خپل ولس ته لومړیتوب ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« د نړیوالو بندیزونو اصلي قربانیان زموږ ولس دی. دا څه نظامونه، څه د پاسه څلور لسیزې په دې هېواد کې حاکم شوي دي، دوی د ولس له خوا ټاکل شوي نه دي، د همدغو یرغلګرو هېوادونو د سیاسي اهدافو لپاره، د ټوپک پر زور باندې په دې هېواد کې حاکم شوي دي. د دوی ټولو پاملرنه د نړیوالو هېوادونو سیاسي اهدافو ته ده، نه خپل ولس ته. زما وړاندیز اسلامي امارت ته دا دی چې دوی باید پر خپل ولس او خپل هېواد باندې رحم وکړي او ټوله پاملرنه باید خپل هېواد او ولس ته متوجې کړي، نه نړیوالو هېوادونو ته.»

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي، نور باید له هغه افغان ولس قرباني وانخېستل شي او د سیاستونو ښکار نه شي  چې پنځوس کاله یې په جګړو کې تیر کړي او اوس یې تازه د ارام ساه اخلي.

د اصولي په خبره، نړۍ باید له ټولو هغو بندیزونو چې لګولي دي لاس واخلي او افغان لوری هم باید په خپلو سیاستونو کې بدلون راولي چې تعامل او تفاهم ته سره ورسیږي.

هغه زیاتوي:« افغان ولس نه باید د بندیزونو له امله وځورېږي، نړیوال اقتصادي بندیزونه حتما په افغاني ټولنه کې پر ۴۰ میلیونه نفوس باندې منفي اغېزې لري. خو دغه بندیزونه د څه له امله راځي؟ اوسنی سرپرست حکومت باید ځان مسوول وګڼي او د افغان ولس لپاره کورنی مشروعیت خپل کړي.»

نږدې درې کاله کیږي چې نړۍ له افغانستان سره هر ډول رسمي راشه درشه بنده کړې او پرنظام یې سیاسي او اقتصادي بندیزونه لګولي چې د کتوونکو په اند دغه بندیزونه پر چارواکو هېڅ ډول اغیز نه لري او یوازې عام افغانان یې له ستونزو سره مخامخ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist