Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د مسکو ناسته د افغانستان نوي حکومت لپاره ښه فرصت دی

admin by admin
2021/10/09

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي،دمسکو ناسته دافغانستان دنوي حکومت لپاره ښه فرصت دی او په خبره یې  که افغان لوری په دغه ناسته کې له مثبتو وړاندیزونو او  ژمنو سره ورشي،ترڅو د غونډې ګډونوالو قناعت ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« په حقیقت کې د مسکو ناسته د افغان حکومت لپاره یو ښه فرصت دی،چې ترې مثبته ګټه پورته کړي. افغان لوری باید دغې ناستې ته له مثبتو وړاندیزونو او تعهدونو سره ورشي،ترڅو چې  د ناستې  ګډونوالو تایید ترلاسه کړي او د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو لپاره لومړی مثبت ګام وي.»

تحلیل کوونکي وايي،دغه ناسته دافغانستان لپاره د رسمیت پیژندنې او مرستو په برخو کې مهمه ده او افغان حکومت باید د لابي لپاره سر له اوسه کار پیل کړي او له یوې قوي اجنډا سره په دغه ناسته کې ګډون وکړي .

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج  وايي:« دا ناسته به دافغانستان لپاره نړۍ ته یو ښه پیغام ولري،خو که چیرې افغان حکومت ورته ښه اجنډا ولري، قوي دریځ خپل کړي او داسې ډیالوګ ورته برابرکړي،چې اغیزمن وي. کابل ته په کار دي،چې سر له اوسه د افغانستان د رسمیت پیژندنې لپاره د لابي پرګرامونه جوړ او برابر کړي.»

ټاکل شوې،چې د روانې اکتوبر میاشتې په شلمه نېټه د افغانستان په تړاو په مسکو کې ناسته جوړه شي،چې دغې ناسته کې به د نړۍ،سیمې او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو استازي ګډون ولري اوطالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist