Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د سولې خبرې له تمې سره پرمختګ نه لري او د تېر په څېر پر ټپه ولاړې دي

admin by admin
2021/07/28

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، تر اوسه پورې د جګړې اړخونو ترمنځ د سولې په اړه مثبت بدلون نه دی راغلی او فاصلې یې ترمنځ زیاتې شوي دي.

دوی وايي، حکومت د سولې فرصتونه ضایع کړی او اوس چې د جګړې موازینه د طالبانو پر ګټه بدله شوې، دغه ډله ښایي د دې اړتیا احساس نه کړي، چې د مذاکرې په میز زیات امتیاز ورکړي.

د پوهنتون استاد ذاکر جلالي وايي: «د طالبانو او افغان حکومت تفسیرونه او برداشتونه د راتلونکي نظام بڼې په تړاو طالبان د اسلامي حکومت څخه خپل برداشت لري د امارت بحث مطرح کوي، خپل تعریف لري او دا ورته مهم دی. ولې افغان حکومت په جمهوریت، ډیموکراسۍ او  د ټاکنو پر ارزښتونو باور او ټینګار لري، طبعا په مذاکراتو کې پرې چنې وهل کېږي. دغه دوه برداشتونه او دغه دواړه مفهومه زما په باور زیاته فاصله لري. د دې فاصلې نږدې کول او په داسې فارمټ دواړه لوري سلا کول ننګونکې او ستونزمنه چاره ده، دا خپله د خبرو اوږدېدو او ژر پایلې ته نه رسېدو لامل وو.»

د جګړې د پای ته رسېدو لپاره مهم مسایل چې خبرې باید پرې وشي، هغه اوربند، د راتلونکي نظام جوړښت او د واک انتقال دی، چې د خبرو اترو بهیر پرې تر ننه ځنډنی شوی دی.

د سیاسي چارو شنونکی مصطفی طارق  وايي: «تر اوسه پورې د دوی په ذهنونو کې داسې مثبت د سولې په اړه مثبت بدلونه نه لیدل کېږي، دوی لا تراوسه نه دي توانېدلي، چې د افغانانو له درده خبر شي. دواړه لوري د افغانانو د استازولۍ ادعاء لري .دوی که د افغانانو استازولي کوي، دوی باید د اورکم او اوربند غوښتنې مطرح کړي .طرفین تر اوسه تیار نه دي.»

اوس د ملي روغې جوړې له عالي شورا غوښتنه دا ده، چې د سولې ابتکار په لاس کې واخلي او طالبانو سره په انتقالي حکومت توافق ته ورسیږي.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي: «افغانستان کې جګړه اوس داسې ځای ته رسېدلې،چې افغان امنیتي ځواکونه نه پوهېږي، طالبانو سره وجنګیږي، غیر مسووله وسله والو  سره  او که داعش سره، خوښایي یوه ورځ جرمي ډلو سره چې بهرنی ملاتړ لري، هم وجنګیږي. ښه لار دا ده چې ژر د سولې لار پیدا شي، د ملي روغې جوړې عالي شورا چې زما په نظر کمکاره وه، بې نتیجه وه، باید ابتکار په لاس کې واخلي، یو کنفرانس جوړ کړي، چې طالبانو سره په یوه انتقالي حکومت پایلې ته ورسیږي.»

ولسمشر غني وایي، سوله یې لا هم لومړیتوب دی او په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو ترمنځ نه ده او په خبره یې د ترهګرو ډلو او افغانانو ترمنځ جګړه ده، چې نړیوال باید د افغان حکومت تر څنګ ودرېږي.

 هغه ټینګار وکړ چې د سولې ملاتړی دی او په خبره یې د سولې لپاره یې د تر وخت مخکې ټاکنو وړاندیز هم کړی دی، خو داسې ښکاري، چې طالبان تر سولې پر جګړو ډېر باور لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist