Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د روسیې سفارت مخې ته برید پر کابل د نړیوالو بې باوره کول دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/07

د روسیې سفارت دروازه کې له ځانمرګي برید دوه ورځې وروسته اوس کابل او مسکو هڅه کوي،چې برید د څرنګوالي په تړاو ګډې پلټنې وکړي،ترڅو مالومه کړي،چې بریدګر کومې ډلې پورې تړاو لري او څنګه تر هغه ځایه رسېدلی دی.

خو په ټوله اندېښنه د دې لپاره ده،چې د دې برید وروسته د افغانستان او روسیې اړیکې ترینګلې نه ‌شي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل وايي:« د روسیې بهرنیو چارو وزیر دا پېښه د نړیوالو جنایتکارو سازمانونو کار وباله او د هغوی پر خلاف یې پر مبارزې ټېنګار وکړ. په پای کې د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست خپل روسي سیال ته ډاډ ورکړ،چې افغان امنیتي ځواکونه به د روسیې سفارت خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه کوي.»

په کابل کې د امریکا متحده ایالتو له لوري  القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژنې له ادعا وروسته اوس کارپوهان وايي، د روسې سفارت پر نښه کول د هغو هڅو یوه بلل کېږي،چې کابل نړۍ لپاره بې باوره اوسي.

دوی وايي،د دې ترڅنګ اسلامي امارت ته هم سم لاسي سخته ده،چې د برید سپناوی وکړي او نړیوال پرې قانع شي.

د دوی په خبره،دې برید پر نړیواله کچه له ځانه  سره کرکه درلوده او له بل پلوه یې پر سرپرست حکومت د نړیوالو نیوکې زیاتې کړي،چې د بهرنیو سفارتونو د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي.

د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي:«دروسیې پر سفارت برید په اصل کې د یوې ډلې یا ډلو له خوا شوی دی،چې له طالبانو سره د روسیې د حکومت د اړیکو له څرنګوالي راضي نه دي او غواړي دغه اړیکې خرابې کړي. نو  طالبانو حکومت  د هغو ځایونو د امنیت  خوندیتوب مسوولیت لري،چې هلته ډیپلوماتیک مرکزونه، سفارتونه او یا نورې نمایندګی  وي. د هغوی امنیت ته باید پام وکړي،ترڅو دا ډول اړیکې زیانمنې نه شي.»

د دوشنبې ورځې په برید کې د روسیې دوه ډیپلوماټان هم وژل شوي دي. اوس کارپوهان وایي، د برید ترشاه نورې ګڼې سیاسي موخې شته دي،چې سیمه ییز او نړیوال استخبارات په کې ښکیل دي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي:«زه ویلی شم، امکان شته دی،چې په نږدې ورځو کې به د چین سفارت پر وړاندې هم دغسې غبرګون، لکه څنګه چې د روسیې سفارت  پر نښه کړ، داسې به د چین سفارت مخې ته هم کېږي. »

نړیوالو رسنیو ویلي، د روسې سفارت دروازه کې برید د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) کړی دی. خو هرڅه چې دي، د روسیې او افغانستان ته یې یو سور چراغ ورکړی دی. مسکو ډېر ځله د افغانستان په شمال کې  د اسلامي امارت نومې ډلې( داعش) له حضوره وېره ښوولې ده او په دې تړاو یې د تاجکستان او افغانستان په پوله کې پوځي تمرینات هم کړي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist