Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د خیبر قامي جرګه مهمه او برخلیک ټاکونکې ده

شنونکي: د خیبر قامي جرګه مهمه او برخلیک ټاکونکې ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/13

د اکټوبر په ۱۱مه قامي جرګه، درې میاشتې وړاندې د پښتونو ژرغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ګیله من وزیر په جنازه کې د منظوراحمد پښتون له خوا اعلان شوه او موخه یې پر پښتونخوا د جبر او ظلم مخنیوی او د قام لپاره انصاف او عدالت غوښتنه ده.

د دغې جرګې د مخنیوي لپاره د پاکستان حکومت ډېرې هلې ځلې وکړې، ځکه خو په ټاکلې نېټه ترسره نه شوه.

شنونکي او سیاستوال دغه تاریخي جرګه مهه او د پښتون قوم راتلونکي برخلیک لپاره ټاکونکي بولي.

افغان سیاستوال عبدالغفور لیوال وايي: « دا جرګه او راټولېدنه ځکه مهمه ده چې دا ځل ولس او قام د یوه شعوري اقدام په پایله کې خپل برخلیک ټاکي. د ډیورنډ له کرغېړنې کرښې ها خوا پراته ولسونه نور په دې روان شکل د پاکستان د جابر او ظالم پوځ استبدادي حکومت سره ژوند نه شي کولی.»

د سیاسي چارو شنونکي  له ټولو پښتونو د دغې جرګې ملاتړ غوښتنه کوي او زیاتوي چې دغه جرګه له امېدونو ډکه ده او ټینګار لري چې جرګه وال باید د پښتون قوم د حقونو ساتنې په موخه د پاکستان له حکومت څخه تضیمن ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر صادق حمید زوی وايي: « جرګې ته ډېرې هیلي پرتې دي. د جرګې لومړی شعار او هدف د پښتنو ترمنځ اتفاق او اتحاد دی او کله چې دغه کار په واقعي بڼه رامنځته شي، بیا کولی شي خپل هر ډول حقه حقوق ترلاسه او هر ډول ستونزې د تدبیر له لارې حل کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « دا یو ډېر نېک کار دی چې له ډیورنډ فرضي کرښې اخوا پښتانه راپورته شول ترڅو له خپلو حقونو دفاع وکړي. له جرګې څخه تمه او هیله کېږي چې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره تضمینونه او د وژل شویو کسانو لپاره دیت او خساره واخلي.»

که څه هم د پاکستان حکومت د دغې جرګې د مخنیوي په موخه ډېرې هڅې وکړې؛ خو د پښتون ژرغونې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وړاندې ویلي وو چې په هېڅ قیمت به له جرګې نه په شاه کېږي.

پښتین په دې اړه وايي: «هېڅکله نه پر شا کېږو. په داسې حالاتو کې له خپلو خبرو په شا کېدل بې غیرتي ده. زموږ سرونه به ځي خو ټیټوو یې نه، ناکامي منو، خو غلامي هېڅکله نه. موږ په خپله خاوره د نورو واکمني نه شو منلی.»

دا په داسې حال کې ده چې د اکټوبر پر ۱۱  مه د جرګې له پيل وړاندې د پاکستاني پولیسو له خوا د جرګې پر ګډونوالو څو ځله بریدونه ترسره شول، د پراخو مالي زیانونو ترڅنګ ۲۰ تنو ته په کې مرګ ژوبله هم واوښته.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist