Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د جګړې شدت او پر لویو ښارونو د طالبانو بریدونو د سولې خبرې پر ټپه درولي

admin by admin
2021/08/07

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جګړې شدت او پر لویو ښارونو د طالبانو بریدونه دا په ډاګه کوي،چې د دې ډلې ټول تمرکز پر جګړې دی.

د جګړې پر ښکېلو اړخونو نیوکې دي، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره یې د سولې بهیر ټکنۍ کړی او نور ولس له طالبانو د سولې تمه نه لري.

د  سیاسي چارو  شنونکی نصرت حقپال  وايي:« د  افغانستان کرکېچ سخت دی،مرګونی حالت دی. ولس او خاوره نوره تباهي خواته روانه ده. افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې اعتماد صفر شوی او باور نشته چې په خپل سر دې سره جوړ شي.»

طالبان په خپلو خبرو کې د سولې پر خبرو ټینکار کوي،خو خبرې ولاړې دي او برعکس جګړې بې ‌مخینې زور اخیستی دی.

د شنونکو په بارو د جګړې له شدته ښکاري،چې دا ډله د سولې خبرو ته تمایل نه لري او انتخاب یې جګړه ده.

د سیاسي چارو  شنونکی ذاکر جلالي وايي:«  د سولې بهیر پر ټپه ولاړ دی.  د دواړو خواوو بشپړ تمرکز  پر جګړې دی،چې له دې لارې لاسته راوړنه ولري. د دې پر ځایوچې د مېز خبرو ته ولاړ شي او زه د سولې بهیر ته هېله من نه یم.»

له افغانانو سربېره د نړیوالو غوښتنه هم د خبرو بیا پیل کول دي او پر دواړو خواوو یې غږ دا دی،چې شخړه دې د مذاکراتو له لارې حل کړي.

اخوا د  ولسي جرګې  یو شمېر غړي بیا وايي، طالبان دې د جګړې لپاره نورې پلمې نه ګوري او د ولس لپاره دې نور د سولې لاره غوره کړي.

 د ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد وايي:« زه د دې جګړې مخالف یم او  باید نور افغانان مړه نه شي. دا د حل لار نه ده، د سولې خوا ته دې ولاړ شي.»

روانه جګړه چې، د لسګونه زره کورنیو د بې ځایه کېدو او د زرګونه نورو د ټپي کېدو او وژلو لامل شوې،عام ولسونه ترې نور ستړي دي او له طالبانو غواړي،چې نور دې پر ولس رحم وکړي او جګړه دې بس کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist