Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/15

اسراییلو د تېرې جمعې پر ورځ پر ایران هوايي بریدونه پیل کړل او په بدل کې یې ایران هم له څو ساعتونو ځنډ وروسته د پالسټیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په توغولو ځواب ورکړ.

 دا جګړه لا هم په پوره شدت روانه ده او دواړه لوري یو پر بل ستر بریدونه کوي.

له دې سره، په سیمه کې د بې ثباتۍ، امنیتي کړکېچ زیاتېدو او دغه راز د اقتصادي ستونزو رامنځته کېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د سایسي چارو تحلیل کوونکي وايي، د اسراییلو او ایران ترمنځ جګړه به په سیمه کې سیاسي کاواکي زیاته او همدا راز به امنیتي ستونزې رامنځته کړي چې دا په مستقیم ډول د هېوادونو ترمنځ سوداګري، ټرانزیټ او همدا راز اقتصاد اغېزمن کړي.

دوی زیاتوي، د جګړې د دوام او شدت زیاتېدو په صورت کې چې امکان یې هم زیات دی، د ایران ګاونډیو هېوادونو ته د ایراني کډوالو راتلو اندېښنه هم موجوده ده.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه کېدای شي پر سیمه باندې ګڼې بدې اغېزې ولري. تر ټولو مهمه یې د سیاسي ټیکاو کمزوري ده، یانې دا چې سیمه به له سیاسي کړکېچ سره مخ شي. ایران، منځنۍ آسیا، افغانستان او پاکستان وار له مخه ګڼو ستونزو سره مخ دي او دا جګړه کولی شي د دوی ستونزې او سیاسي کاواکي لا ژوره کړي. که چېرې دا جګړه ډېره اوږدېږي، ښايي ایرانیان افغانستان ته را کډوال شي. په لویه کې، هره جګړه چې د هېوادونو ترمنځ پېښېږي، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو پر اقتصاد، سیاسي ټیکاو، ټولنیزو مسایلو او سوداګریزې راکړه ورکړې ژور ناوړه اغېز لري.» 

ځینې نور بیا وايي، دا جګړه به نه یوازې په سیمه بلکې په ټوله نړۍ اغېز ولري او د منځني ختیځ ترڅنګ به د منځنۍ آسیا او شمالي افریقا هېوادونو امنیت، اقتصاد او سوداګري هم اغېزمنه کړي.

د دوی باور دا دی چې له دې جګړې سره به ډېری هېوادونه د خپلې دفاع لپاره زیاته بودیجه امنیتي او دفاعي سکټورونو ته ځانګړې کړي چې دا کړنه به هغه نورې سکټوري برخې چې د خلکو د هوساینې او هېوادونو پرمختګ او اقتصاد لپاره مهمې او ګټورې دې، هم زیانمنې شي.

دوی وايي، دغې جګړې سره به هوايي ټرانزیت هم زیانمن شي او د مسیرونو په بدلېدو سره به یې لارې اوږدې شي او زیان به یې خلک وویني.

د سیاسي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « په دې کې شک نه شته چې د اسراییلو او ایران جګړه به د سیمې ترڅنګ پر نړۍ باندې هم خپل منفي تأثیرات ولري. دا جګړه به نه یوازې د دغو دواړو هېوادونو اقتصاد متأثر کړي بلکې د منځني ختیځ، منځنۍ آسیا او شمالي افریقا هېوادونه به هم ورسره متأثره شي. دا ځکه چې ډېری هېوادونه به د خپلو نورو لګښتونو ترڅنګ، خپله دفاعي بودیجه زیاته کړي او د روغتیا، پوهنې او نورو سکټورونو بودیجه به په دفاعي سیسټم ولګوي. دا هم ممکنه ده چې په دواړو هېوادونو کې د مهاجرت لړۍ پیل شي او ترڅنګ به یې ګاونډي هېوادونه له دې لارې سخت متضرر شي؛ ځکه چې د مهاجرت څپې له ځان سره ناورینونه لري.»

د چارو کارپوهان دغه راز وايي، اسراییلو او ایران جګړه چې له ټولو نړیوالو قوانینو خلاف د اسراییلي ځواکونو له لوري پیل شوې، له شک پرته نورهېوادونه هم زیانمنوي او د سیمې بې ثباتۍ ته لمن وهي.

د دوی غوښتنه داده چې د ایران او اسراییلو د جګړې مخنیوي او درېدلو لپاره باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا جدي ګامونه پورته کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « اسراییلو د ایران په مقابل کې د ټولو نړیوالو قوانینو برخلاف داسې یو عمل وکړ. دا ښکاره خبره ده چې دغه کار هم له امنیتي او هم له اقتصادي پلوه د سیمې بې ثباتۍ ته لمنه وهل دي. زما په اند، ښه دا ده چې ملګري ملتونه او امنیت شورا په دې اړه جدي او عملي ګامونه پورته کړي.»

په ټوله کې باوردا دی چې په دې جګړه کې به د سیمې په ناامنه کولو سره د هېوادونو توریستي عواید، سوداګري، ټرانزیټ او همدارنګه په آسیا کې د خلکو ذهني امنیت او ثبات اغېزمن شي.

په همدې حال کې د سیمې یو شمېرهېوادونو لکه سعودي عربستان، چین، روسیې او ترکیې پر ایران د اسراییلو برید له امله په سیمه کې د امنیتي وضیعت خرابېدو په تړاو اندېښنې ښودلې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist