Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د افغانستان په اړه د سیمې ناستې د افغانانو په ګټه دي.

admin by admin
2021/10/25

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې د افغانستان په تړاو وروستۍ ناستې له نړۍ سره د افغانستان نښلول کېدو برخه کې مرسته کولای شي.

شنونکی خیرالله شینواری وايي: «دغو ناستو کې افغانانو ته دبشري مرستو به رسولو هم بحثونه کیږي، چې زه یې مثبت ارزوم او د دې نتایج د افغان ولس لپاره ګټور دي، داسې ناستو ته موږ ضرورت لرو، ترڅو د افغانستان او افغانانو په تړاو لا ډیر بحثونه وشي، چې په راتلونکي افغانستان له سیمې او نړۍ سره داسې یو سیاسي اړیکې ولري چې په هغې کې افغانستان له نړۍ سره او نړۍ له افغانستان سره وصل وي.»

خو ځینې نور بیا دغه ناستې د افغانستان لپاره بې ګټې بولي او زیاتوي، تر هغې چې د افغانستان نوی دولت قاطع دریځ ونه لري او د افغانستان پر وړاندې د نړیوالو پر پلمو نیوکې ونه کړي، یادې ناستې او بحثونه کوم ځای نه نیسي.

شنونکي عزیز معارج  وايي: «د افغانستان په تړاو چې په ګاونډ، سیمه او نړۍ کې کوم کنفرانسونه او ناستې چې کېږي، ترهغې پورې چې د افغانستان دولت ښه بحث قاطع دریځ او برنامه ونه لري. یاهم دا چې د نړیوالو اصولو ته ځان عیار نه کړي او یا د نړیوالو پر پلمو باندې اعتراص ونه کړي دا ناستې د افغانستان لپاره هېڅ ګټه نه کوي، برعکس ګاونډي او سیمې هېوادونه ځان مطرح کوي او د خپلو سیالانو پر وړاندې د ځان لپاره امتیاز برابروي.»

که څه هم تیرو ناستو د افغانستان پر سیاسي کړکېچ کوم اغېز نه دی کړی، خو له اقتصادي پلوه ګټورې یادیږي.

شنونکي وايي، ګاونډیان هڅه کوي چې مرکزي اسیا سره وصل شي او مرکزي اسیا په دې لټه کې ده، چې د افغانستان له ثباته په ګټې سره سویلي اسیا سره ځان ونښلوي.

شنونکي شفیع اعظم وايي: «په حقیقت کې افغانستان اوس افغانستان د سیمه ییزو هېوادونو د اقتصادي همکاریو د یوه مرکز حیثیت راخپلوي، ایران زیات لیواله دی چې د ریل پټلۍ له لارې له مرکزي اسیاسي سره ځان وصل کړي، پاکستان او هندوستان ورته غوښتنې لري، مرکزي اسیا چې د نفتو او ګازو بډایه سیمه ده، غواړي چې د افغانستان له ثباته په ګټې اخستنې سره له سویلي اسیا سره وصل شي.»

د افغانستان په تړاو د مسکو ناسته چې د لسو هېوادونو استازو په ‌کې ګډدون کړی وه، غړو یې د افغانستان کنګل شوې پانګې په بېرته ازادولو ټنیګار وکړ او ځینو هېوادونو د اسلامي‌امارت پلاوي سره د مرستو او همکاریو ژمنه وکړه، خو داسې ښکاري چې د روسیې هغه اندېښنه چې له افغانستانه ورته ګواښ پېښيدونکی دی، دغې ناسته کې نه ده حل شوې.

د افغانستان په تړاو له مسکو کنفرانس وروسته اوس تهران د افغانستان په تړاو سترې ناستې ته تابیا نیولې، چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ورته وربلل شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist