Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د افغانستان نوی نظام په غیر رسمي توګه سیمې په رسمیت پیژندلی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/27

د سیاسي چارو شنونکي وايي،دایران،چین،روسیې او د سیمې یو شمیر نورو مهمو هېوادونو له لوري د افغانستان د دیپلوماتانو منل په دې مانا دي،چې سیمه له ډیپلوماتیک پلوه د افغانستان له نوي نظام سره ستونزه نه لري او په غیر رسمي توګه یې په رسمیت پیژندلی دی او له سیاسي انزوا وتلی دی.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:«دا چې د افغانستان یا د اسلامي امارت ډیپلوماتان د ایران په ګډون د سیمې هېوادونو منلي دي، دا په دې مانا ده،چې د سیمې پر کچه افغانستان په غیر رسمي توګه په رسمیت پیژندل شوی دی او افغانستان له منزوي حالته وتلی دی. سره له دې چې  دغه کار خلاف  د ډیپلوماتیکو اصول دی،لومړي پړاو کې باید دوی افغانستان په رسمیت پیژندلی وای او بیا یې ډ یپلوماتان منلي وای.»

تازه تهران د کابل درې ډیپلوماتان منلي دي او د افغانستان په سفارت کې یې  په فعالیت پیل کړي،خو لاهم د جمهوریت مهال سفیر د سفارت چارې سمبالوي. 

خو ځینې نور په دې اند دي،چې په غیر رسمي توګه د ډیپلوماتانو منل،کوم ځای نه نیسي او باید په رسمي  توګه د افغانستان نوي حکومت سفیران ومنل شي او د اسلامي امارت بیرغ ته په کې اجازه ورکړل شي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« موږ نه شو کولای،چې په کلونو کلونو مو مامورین په سفارتونه کې کار وکړي،خو په رسمیت مو نه پيژني. دا یو ناپيژندل شوی معمول دی،چې افغانستان ورسره مخ دی. دې کار ته باید خاتمه ورکړل شي،باید سفیر ومنل شي،د اسلامي امارت بیرغ پورته شي،په رسمي توګه باندې اړیکې باید اعاده شي.» 

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، په ځانګړې توګه ایران او روسیه غواړي،د افغان نوي حکومت د ډیپلوماتانو په منلو سره پر ام ن ریکا او لویدیځ فشار راوړي،چې دغه کار به د افغانستان لپاره ناوړې پایلې ولري.

ځلاند وايي، افغان حکومت ته په کار دي،چې متوازنه بهرنی سیاست ولري او هېڅ هېواد ترې د ځان پر ګټه کار ونه اخلي.\

هغه زیاته کړه:«دا پرې فشار راوړي،له امان الله خان رانیولې،تر داوود خان پورې افغان دولتونو له سیمې سره ورته تعاملات درلودل،چې پرغرب فشار راوړي،خو د افغانستان لپاره یې ناوړې پایلې درلودې.»

په سیمه کې  پاکستان،ترکیې،چین،روسیې،قزاقستان،ازبکستان،قرغزستان او اوس ایران هغه هېوادونه دي،چې ځينو یې د اسلامي امارت ډیپلوماتان منلي دي او ځینو سفارتونه ورته سپارلي  دي،چې د اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې لپاره یې هېلې زیاتې کړي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist