Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د اسلامي همکاریو سازمان کنفرانس د افغانستان لپاره هیڅ نه شي کولای

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/24

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان بهرنیو چارو وزیررانو  ۴۸م کنفرانس د چهاشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د وري ۳ مه» پای ته ورسید.

په دغه دوه ورځيني کنفرانس کې چې ډېر تمرکز د عدالت لپاره پر یووالي و، د افغانستان د کړکیچن وضعیت په تړاو په‌ کې ډېرې کمې خبرې وشوې.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې اند دي،چې یاده ناسته د افغانستان لپاره د بشري مرستو تر غوښتنو محدوده ده او تر دې زیات هیڅ نه شي کولای.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالهی قانت وايي:« د اسلامي همکاریو له دغه سازمان هېڅ داسې تمه نه کیږي،چې د افغانستان او افغانانو لپاره ګټوره پایله ورکړي. زه فکر نه کو، چې د اسلامي همکاریو سازمان داسې کومه پریکړه وکړي،چې هغه له حکومت سره مرسته وکړي.  اصلي موضوع دا ده،چې د اسلامي همکاریو سازمان د نوي حکومت پر رسمیت پيژندنه کې همکاري وکړي.»

ځینې نور بیا په دې اند دي،چې د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان یوازینۍ لاس ته راوړنه دا وه،چې د افغانستان لپاره  یې  وجهي صندوق جوړ کړ.

د سیاسي چارو شنونکی میرویس آشفته وايي:« د اسلامي همکاریو سازمان یوازینۍ لاس ته راوړنه دا وه،چې وجهي صندوق یې جوړ کړ،خو هغه یې هم په پاکستان کې جوړ کړ. چین هم هلته د خپلو ګټو لپاره ګډون کړی و. عمران خان په کې ځان د طالبانو د ولي په توګه را څرګند کړ او داسې یې وښودله،چې دوی د هغوی له ملاتړ پرته هېڅ هم نه دي.»

خو ویل کیږي،چې د تعاوني صندوق جوړولو پریکړه هم د ډیسمبر میاشتې د غونډې فیصله وه،چې اوس هم ناوخته عملي شوې ده.

شنونکي وايي، د اسلامي همکاریو سازمان ټولې ناستې او خبرې سمبولیکې دي او له پیله یې د کوم اسلامي هېواد ستونزه په عملي بڼه نه ده حل کړې.

د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري وايي:« دغه سازمان له خپل پیله تر دې دمه، د هېڅ اسلامي هېواد په درد نه دی دوا شوی. په سمبولیک ډول ترې تل اعلامیې خپرې شوې دي. دا ډله چې د اسلامي همکاریو د سازمان په نوم ده، د هېڅ هېواد ستونزه یې نه ده حل کړې.»

نیوکې دا دي،چې یاد کنفرانس تر ډېره پاکستاني چارواکو یرغمل کړی و او ویناوالو یې ډېر د اوکراین او روسیې پر کړکیچ، له اسلامه د کرکې د مخنیوي او د کشمیر موضوع ته منحصر او محدود کړی و. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist