Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ترکیه کې د پخوانیو سیاسي فعالانو ناسته؛ د ګډونوالو غوښتنې څه وې؟

شنونکي د استانبول وروستۍ ناسته سمبولیکه بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/05

د ایران بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا څانګې پخواني مسوول رسول موسوي افغانانو ترمنځ د استانبول وروستۍ ناسته چې د یو شمېر پخوانیو چارواکو، سیاستوالو او مدني ټولنې فعالانو ترمنځ د تړلو دروازو ترشا وشوه، د دوحې څلورمې ناستې لپاره د نظرونو ترلاسه کولو لټه بللې ده.

دغه پخواني ایراني دیپلومات لیکلي، د استانبول ناسته د دوحې ناستې لپاره د فکري او نظري ملاتړ رول لوبوي.

خو د سیاسي چارو شنونکي بیا د استانبول وروستۍ ناسته سمبولیکه بولي و زیاتوي، په حقیقت کې دغه ناسته د دوحې په را روانه څلورمه ناسته کې د ګډون په موخه د ځان مطرح کولو لپاره جوړه شوې وه.

د دوی په خبره، که په ریښتیني توګه د ناستې ګډونوالو غوښتل چې یوې پایلې ته سره ورسیږي، نو ښه به  وه چې د ناستې اجنډا د څرنګوالي په اړه یې د اسلامي امارت له مشرتابه سره خبرې کړې وای.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت وايي: « دا ناسته سمبولیکه وه؛ دا ناسته په حقیقت کې د دوحې څلورمې ناستې ته د ځان مطرح کولو لپاره وه، نه د افغانستان له اوسني حاکمیت سره د تعامل په مفهوم. په کار دا وه چې د دې ناستې د اجنډا په اړه د اسلامي امارت له مشرتابه سره مخکې له مخکې بحث شوی وای او د دې ناستې مرکزیت باید افغانستان وای.»

ځېنې نور بیا وايي، هغه ناستې چې د افغانستان په تړاو د افغانانو ترمنځ جوړیږي، باید د افغانستان په داخل کې جوړې شي.

د دوی په اند، تېرو تجربو ښودلې چې په بهر کې د افغانستان په تړاو د ناستو جوړول نه کوم ځای نیسي او نه هم کومه مثبته پایله ورکوي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « تر کومه ځایه چې تېرو تجربو ښودلې، هېڅ یوې بهرنۍ ناستې کومه خاصه ګټه نه درلوده. زما په اند، دا به ډېره غوره وه چې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي تفاهم او ناستې د افغانستان په داخل کې وشي. د دې مؤثریت به په بهر کې له جوړېدونکو ناستو ډېر زیات وي.»

خو ځینې نور بیا په دې باور دي، که څه هم د افغانانو ترمنځ هغه  ناستې مثبت ګام دی چې د افغانستان د قضیو پر سوله ییز حل په کې ټینګار کېږي؛ خو تجربه شوې څېرې چې ۲۰ کاله یې ولس ته امتحان ورکړی، نه ملت ته د منلو دي او نه هم د افغانستان اوسني سرپرست حکومت ته.

دوی زیاتوي، ښايي د استانبول له ناسته ځینې کسان د دوحې څلورمې ناستې کې ګډون ولري چې په پام کې ده نږدې راتلونکي کې جوړه شي؛ خو دا به د دوحې د تېرو ناستو په څېر نه وي چې د مدني فعالانو په نوم یو شمېر کسانو په کې ګډون کړی و او هېڅ آدرس یې څرګند نه و.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی په دې اړه وايي:« هرچېرې چې د افغانانو غونډې جوړېږي، که په هغو کې لږترلږه په راتلونکي باندې بحث کېږي، البته په سوله اییز ډول، دا ښه خبره ده. خو ځینې داسې کسان شته چې هغوی نه ولس مني او نه یې اوسنی حکومت مني. د دغو کسانو په مقابل کې د ټولو دریځ یو دی. په دوحه کې د څلورمې ناستې لپاره ښايي یو شمېر استازي راشي او ګډون په کې وکړي؛ خو د تېر په څېر نه چې د مدني ټولنې د استازو په توګه یې ګډون کړی و او هېڅ آدرس یې نه درلود.»

د ملي بحث فورم په نوم ناسته چې د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځو د ترکیې په استانبول ښار کې د تړلو دروازو ترشا جوړه شوې وه، لسګونه افغان څېرو په کې ګډون درلود. ظاهراً د دغې ناستې موخه د افغانستان په مسایلو کې د ټولو ښکېلو اړخونو راټولول ګڼل شوي او ټینګار شوی چې د خبرو له لارې به په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت په موخه حل لارې وړاندې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist