Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د استانبول خبرو اترو کې د پاکستان غوښتنې د افغانستان ملي ګټو خلاف دي

شنونکي: د استانبول خبرو اترو کې د پاکستان غوښتنې د افغانستان ملي ګټو خلاف دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/29

په ترکیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مذاکرات د پاکستان نظامي رژیم له لوري سبوتاژ او ناکامۍ لوري ته سم شول.

په دغو مذاکراتو کې دواړوهېوادونو یو بل ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې وې چې د کره معلوماتو په اساس، پاکستاني لوري داسې مسایل مطرح کړي چې د افغانستان د استقلال او ملي ګټو سره په ټکر کې دي او معقول دلایل یې نه لرل.

د افغان پلاوي یوه غوښتنه دا وه چې باید د افغانستان حریم ته درناوی وشي او نه باید د پاکستان فضا د افغانستان په ضد د نورو هېوادونو د بې پیلوټه الوتکو لپاره په واک کې ورکړل شي.

خو د پاکستاني لوري غوښتنه بیا داوه چې کابل دې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) له پاکستان خاورې افغانستان ته ور وغواړي او مخه دې ونیسي؛ هغه غوښتنه چې د مذاکراتو منځګړي هېوادونه ترکیه او قطر  یې هم حیران کړل او په داسې غوښتنو یې نیوکې وکړي.

د چارو شنونکی قاري سعید خوستی وايي: « د دوی یوه غوښتنه دا وه چې د ټي‌ټي‌پي څومره غړي چې په پاکستان کې دي، باید افغانستان ته ور وغوښتل شي او هلته کنټرول شي. د پاکستاني لوري دا غوښتنه او موقف د منځګړو له خوا هم مسخره وګڼل شوه او ورته وویل شول چې څنګه خپل اتباع په افغانستان کنټرولوئ او دا کار ولې خپله نه کوئ. د افغانستان اصولي موقف دا دی چې زموږ خاوره به د چا په ضد نه کارول کېږي. همدارنګه د افغانستان له خوا غوښتنه وشوه چې هغه ډرون الوتکې چې افغانستان ته راځي او حریم یې نقضوي که دا پاکستاني دي یا امریکايي، باید بندې شي او د افغانستان حریم نقض نه کړي. په لومړي سر کې یې موافقه وکړه، خو له مرکز ورته ټيلفون راغی او د خبرو له مېز ووتل، مګر د بېرته راتګ پرمهال یې وویل چې دوی د امریکايي بې پیلوټه الوتکو مخنیوی نه شي کولی، ځکه له امریکا سره په دې اړه تړون لري.»

د دغو مذاکراتو له بحثونو او مواردو باخبره څېرې وايي، په حقیقت کې پاکستانی پلاوی ترکیې ته د مذاکراتو لپاره نه بلکې پر افغانستان د خپلو غوښتنو منلو لپاره ورغلی و چې په پایله کې یې مذاکرات بې نتیجې ودرېدل او د پاکستان پلاوی تش لاس د خبرو له خونې ووت.

د سیاسي چارو شنونکی عبیدالله بهیر وايي: « د پاکستان پلاوی مذاکراتو او جوړجاړي ته نه و راغلی بلکې د خپلو غوښتنو د منلو لپاره راغلی و او هېڅ ډول ژمنه کولو ته تیار نه و. پرته له دې چې پاکستاني لوری ژمنه وکړي چې پر افغانستان به برید نه کوي او د افغانستان حریم ته به درناوی کوي.»

د ځینو سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغو مذاکراتو کې د افغانستان بله غوښتنه دا وه چې پاکستان دې ترخپل کنټرول لاندې سیمو کې د داعش ډلې کمپونه او مرکزونه له منځه یوسي او همدا راز د هغو ډلو فعالیتونه دې هم بند کړي چې د افغانستان ضد دي، خو د پاکستان له لوري دا غوښتنې ونه منل شوې.

د چارو شنونکی قاري سعید خوستی په دې اړه وايي: « د مذاکراتو سبوتاژ او ناکامي د دوی په غاړه ده، ځکه دوی اصلا ً د مذاکراتو ژبه، اخلاق او آداب نه لرل. د اسلامي امارت پلاوي دوی ته واضحه کړه چې د افغانستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید احترام ولري، د داعش کمپونه وتړي او د هغو ډلو فعالیتونه بند شی چې د افغاستان خلاف دي. خو له بده مرغه د پاکستان پوځي رژیم لکه څنګه چې د دوی تاریخ دي او کرایې جګړې اخلي، بیا هم یوه کرايي جګړه اخیستې ده.»

کارپوهان بیا وايي، دا د پاکستان سټراټیژیک عمق دی چې افغانستان دې تل ضعیفه او بې امنه وي؛ ځکه په کابل کې د ځواکمنو نظامونو او حکومتونو د بقا او پرمختګ مخه نیسي.

د دوی په خبره، داهېواد د افغانستان په ضد ترهګریزې ډلې روزي او اړتیا ده چې حکومت او افغان ولس یې د تازه پلان شویو دسیسو پر وړاندې کلک ودریږي.

د سیاسي چارشنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « پاکستان هم تروریستي ډلې روزي او هم په افغانستان کې د یوه قوي نظام د جوړېدو مخه نیسي، هم پر ملکي وګړو بمبارۍ کوي او هم د سولې خبرې سبوتاژ کوي. د دي ټولو لامل دی چې دوی په افغانستان کې جوړ نظام نه غواړي بلکې افغانستان باید داسې ځای وي چې په کې ګډوډي وي، وژنې وي او هېڅ ډول حکومت نه وي. د پنجاب دا ډول اغرض ټولو ته څرګند دي او له اوسني حکومت څخه غوښتنه کوي چې پر خپل دریځ ټینګ ودرېږي او اجازه ورنه کړي چې پاکستان یوځل بیا افغانستان کې د خپلو جاسوسانو په وسیله داسې تشنج ایجا کړي چې افغانستان او وګړو ته یې خطر وي.»

د ساسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « د اسلامي امارت دریځ روښانه و، دا چې د افغانستان هوايي حریم باید د پاکستان له خاورې نقض نه شي، د افغانستان په ضد ډلې ټپلې ونه روزل شي، که دا سیاسي ډلې وي که نظامي. پاکستاني لوري دا خبرې ونه منلې. ګاونډي هېوادونه باید داسې شرطونه کې نږدي چې د منلو وړ نه وي.»

د افغانستان موقف بیا دا دی چې له ټولو هېوادونو سره ښې او په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي او ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد او ملت ته ګواښ پېښ نه شي؛ خو که کوم هېواد د افغانستان پر خاوره تېری کوي، پر وړاندې یې د افغانستان حکومت او ملت د بالمثل عمل او دفاع حق لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist