Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: ترڅو د ا.ا او نړیوالې ټولنې ترمنځ تعامل رانه شي د افغانستان په اړه جوړېدونکې ناستې بې پایلې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/20

په افغانستان کې د اسلامي امارت واک ته له رسېدو را وروسته، د افغانستان په‌ تړاو د سیمې او نړۍ پر کچه ستر کنفرانسونه او غونډې جوړې شوې،چې کابل یې اغېزمنې بولي او پاېلو ته یې هیله ‌من دی.

اوس له بریټانیا سربېره چین او ترکیې هېوادونو تابیا نیولې،چې د افغانستان په اړه ناستې جوړې کړي،که څه هم د نېټې په اړه یې څه نه دي ویل شوي،چې کله ترسره کېږي، خو دا ناستې د مسکو، ایران، هند او اروپا کې د هغو کنفرانسونو په دوام دي،چې په تېرو ۶ میاشتو کې د افغانستان په‌ تړاو جوړې شوې دي. 

 د سیاسي چارو شنونکي وايي، په جوړېدونکو ناستو کې یو داسې میکانیزم ته اړتیا ده،چې د اوسني نظام بقا او ملي ثبات تضمین کړای شی او له نړیوالو سره د  اسلامي امارت روابط د رسمیت پېژندنې کچې ته لوړ شي.

 د سیاسي چارو شنونکی صفت ساپی وايي:« اساسي فکر وشي او داسې میکانیزم رامنځ ته شي،چې افغاني مالي نظام له سقوطه وژغورل شي. دویم د افغانستان اساسي ستونزه هغه دا ده،چې هرڅومره ژر باید نړۍ سره روابط عادي سازۍ او د رسمیت پېژندنې کچې ته لوړ شي. په نهایت کې افغانستان خپلې ستونزې له دې لارې حل کړي، په بهرني بعد کې.» 

په ترسره شویو سیمه‌ یزو او نړیوالو ناستو کې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار شوی او له افغان خاورې نورو هېوادونو ته د ترهګرۍ ګواښونو پېښېدو په تړاو خبرې او بحثونه شوي دي.

د سیاسي چارو شنونکي دغه ناستې ګټورې بولي او په باور یې، ملموسه پاېله یې دا ده، چې اسلامي امارت او نړیوال به له یو بل سره نږدې کړي.

 د سیاسي چارو شنونکی  سلیم کاکړ  وايي:« یو هدف د دې کنفرانسونو دا ده،چې نړۍ یو ډول درک کړې،چې له اسلامي امارت سره د یوه مسوول حکومت په توګه راشي او د دغه کنفرانسونه ظاهرا مرسته کوي،چې د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې د امریکا پر مشرۍ،اروپایي ټولنې سره نږدې والی راشي.» 

خو ځېنې نور  بیا وايي، اسلامي ‌امارت نړۍ سره تعامل ته تیار نه دی او د افغانستان په اړه جوړېدونکې نړیوالې ناستې به کومه پایله هم ونه لري.

د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شېرزی وايي:« دا ډول ناستې په تېر کې هم جوړې شوي او په نږدې راتلونکې کې به نورې هم وشي،خو ترڅو چې طالبان یو مثبت تعامل له ځانه ونه ښیي، دا ډول ناستې د افغانستان په تړاو هېڅ ښه پایله نه لري.» 

سره له دې چې په ۶ میاشتو کې د اسلامي امارت حکومت تر اوسه پورې د یوه هېواد له لوري هم پر رسمیت نه دی منل شوی،خو د کابل او  نړیوالو ترمنځ راشه درشه روانه ده. .

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist